د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د تير کمپاین پر مهال ۱۷ زره ماشومان له واکسینه پاتې شوي


د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي په کونړ کې د واکسین په تېر کمپاین کې ۱۷ زره ماشومان له واکسین څخهپاتې شوي دي چې ډېر یې په هغو سیمو کې دي چیرته چې داعش وسله وال حاکم دي.

هغه وویل" تېر کمپاین کې ۱۷ زره ماشومان پاتې شوي وو او دې کمپاین کې ممکن نور هم زیات شي، ډېر یې په هغو سیمو کې پاتې شوې دي چې هلته داعش وسله وال دي".

نوموړي وویل هڅه کوي چې د قومي جرګو له لارې دغه ستونزه له منځه یوسي او پاتې کېدونکي ماشومانو ته واکسین و رسول شي .

ولسي خلک وايي، په یو شمېر ولسوالیو کېد داعش وسله والو خلکو ته ویلي چې کلیو ته واکسین ور نه وړي.

په ورته وخت کې د کونړ د عامې روغتیا رییس داکټر عزیز الرحمن ساپی پر کورنیو غږ کوي، چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

ده وویل"زه په ټولو کورنیو غږ کوم چې د خپلو ماشومانو ژوند مه تبا کوئ او واکسین ورکړئ چې ماشومان مو وژغورل شي".

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال د پیل راهیسې په کونړ کې د پولیو دوه ، په ننګرهار کې یوه او په کندهار ولایت کې پنځه پېښې ثبت شوي دي او روغتیايي چارواکي وايي که کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي نو کیدای شي چې په کونړ کې د پولیو د پیښو شمیر زیات شي.

XS
SM
MD
LG