د لاس رسي وړ اتصالات

په کُنړ کې د پولیو دویمه پيښه ثبت شوه


د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کُنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په ایګل دره کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د روغتیا وزارت د پولیو د افهام او تفهیم د برخې مسئول ګلاخان ایوب امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، دغې ماشومې د پولیو ضد هیڅ واکسین نه دی اخیستی او کله به چېواکسیناتوران د دوی کلي ته ورتلل نو کورنۍ به یې له واکسین سره مخالفت کوو.

هغه وویل" دا ماشومه یولس میاشتې عمر لري او هیڅکله هم د پولیو واکسین څاڅکي نه دي اخیستي ، د مارچ په شپږمه مونږ د هغې سمپل واخیست او تیره ورځ یې نتجه راغله چې ګوزڼ وهلې ده".

ښاغلي ایوب زیاته کړه، د دې پولیو وهلې ماشومې او سره یو شمېر نورې کورنۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کنړ ولایت د اغازي آباد ولسوالۍ ته را کډه شوياو له پولیو واکسین سره مخالفت کوي.

سیمه ایز روغتیایي چارواکي وایي، چې د غازي آباد ولسوالۍ ځایي خلک د پولیو واکسین له ټیمونو سره همکاري کوي او خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکوي.

د پولیو د له منځه وړلو د پرورګرام چارواکي وایي، چې امنیتي ستونزې او د پولیو واکسین سره د یو شمیر کورنیو مخالفت، د واکسین په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي، که چیرې خلک له روغتیایي کارکونکو سره د پولیو واکسین په ښه تطبیق کې مرسته ونه کړي، کیدای شي روان کال د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمیر زیات شي.

د روان ۲۱۰۸ عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر ۷ ته ورسید. چې دپولیو څلور پيښې په کندهار، یوه په ننګرهار او دوه په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG