د لاس رسي وړ اتصالات

پر الجزیره شبکې او څو نورو رسنیو باندې د محدودیتونو لپاره د اسرائیل هڅه


اسرائیل په پام کې لري چې د الجزیرې شبکې خپرونې په خپل هیواد او اشغال شويو فلسطیني سیمو کې د اسرائیل-حماس جګړې د یو اړخیز پوښښ په دلیل بندې کړي.

په حماس باندې د اسرائیل د بریدونو په زیاتیدو سره، اسرائیلي مقاماتو د هغو رسنیو په ځپلو لاس پورې کړی چې د دوی په باور د حماس ډلې ملاتړ کوي.

د اسرائیل په نوې بیړنۍ طرحه کې د الجزیرې شبکې د دفتر تړل هم شامل دي چې اسرائیل یې د حماس په پلوۍ په تبلیغ تورنوي.

د اکسیږس په نامه امریکایي خپرونې د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۵) یو راپور خپور کړ چې له مخې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر له صدراعظم څخه غوښتي چې الجزیره دې د غزې د جګړې په اړه خپل پوښښ نرم کړي.

د عربو او ځینو لویدیځو هیوادونو یو شمیر اتباع هم لویدیځې رسنۍ په تعصب او حتی د اسرائیل د داستان په خپرولو تورنوي. له همدې امله، د الجزیرې شبکه چې د قطر د حکومت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي، په عربي هیوادونو کې ډیر لیدونکي لري.

خو منتقدین وايي چې د خبریالانو او یا د ستر رسنیز بنسټ د چوپ کولو هڅه سانسور دی.

د رسنیو د ازادۍ د یوې ملاتړې موسسې اجراییوي رئیس کیون مک کیو، د اسرائیل په دغه اقدام سخته نیوکه کړې ده.

هغه وايي: "معلوماتو ته د لاس رسي او د الجزیرې په څېر د یوې معتبرې خبري ادارې بندول باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي. دا د خبرونو د یوې معتبرې سرچینې له لاسه ورکولو په لور یو اندېښمنونکی ګام دی."

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو پورې تړلې ده او له هغې څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخیستل کیږي. په مجازي فضا کې غلط روایتونه خورا مشهور او ډیر لیدونکي لري.

هغه سازمانونه چې د رسنیو له ازادۍ ملاتړ کوي وايي، د ناسمو معلوماتو د خپرولو په مخنیوي کې د خبري بنسټونو رول خورا مهم دی او باید د چا غږ غلی نه شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او نور سازمانونه چې د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي له اسرائیل غواړي چې د الجزیره شبکې د بندولو هڅه ونکړي.

د امریکا ملي عامه راډیو یا NPR اته خبریالان سیمې ته استولي چې د اسرائیل - حماس تر منځ د جګړې پوښښ وکړي. د NPR اجرایوي رئیس جان لنسنګ وايي چې د خبریالانو اصلي دنده د حقیقت راپور ورکول دي.
د اسرائیل د مخابراتو وزارت د رسنیو د ځپلو په اړه د تبصرې لپاره د امریکا غږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

خو د اسرائیل د مخابراتو او دفاع وزارت له خوا په صادر شویو حکمونو کې د الجزیرې شبکه د حماس په ملاتړ او د دغې ډلې په ګټّ د تبلیغاتو په خپرولو تورنه شوې ده.

اسرائیل وايي، له حماس سره د اسرائیل د جګړې او د غزې د وضعیت په اړه د الجزیرې راپور ورکول ددې هېواد ملي امنیت ته ګواښ دی او د اسرائیلي پوځیانو او ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

الجزیرې هم په دې اړه د امریکا غږ د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

خو د الجزیرې له خوا په خپور شوي کاري منشور کې ویل شوي چې د دغه سازمان خبریالان باید بې پرې عمل وکړي.

په غزه کې د الجزیرې د لوړپوړي خبریال د کورنۍ د غړو د جنازې مراسم

د الجزیرې شبکې د عربي برخې د جګپوړي خبریال وایل الدحدوح چې د کورنۍ غړي یې د ده مېرمن، دوه ماشومان او د یوې لمسۍ په ګډون د غزې په جنوبي برخه کې وژل شوي وو، هغوی ته الوداع وویله او خاورو ته یې وسپارل. د الجزیرې ټلویزیون ویلي چې د الدحدوح د کورنۍ غړي د "اسرائیل په هوايي برید" کې وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG