د لاس رسي وړ اتصالات

په ټولنیزو رسنیو د " زه هم" هیشټیگ څه معنی لري؟


د تیرو دریو اونیو راهیسې په ټویټر او فیس بک کې په ملیونو ښځو د "زه هم" هیشټیگ "MeToo" د لاندې لیکلنې شروع کړیدي. د دغه هیشټیگ هدف په لارو کوڅو، کار، کور او د ژوند په هر ډگر کې د ښځو د ځورونو په خلاف مبارزه ده.

د "زه هم" لیکلو معنی دا ده چې زه هم ځورول شوي یم.

د زه هم یعنی "Me Too" په دغه هیشټیگ کې تراوسه پورې په ملینونو ښځو په هغو پېښو لیکل کړي چې هغوي ورسره مخ شویدي. د ښځو برسیره ځینو نارینو هم داسې ټویټونه کړیدي چې هغوي هم ښځې ځورولي دي او د ښځو نه یې عام بخښنه غوښتي ده.

په دغه موضوع بحث لومړې په امریکا کې په ټولنیزو رسنیو شروع شو او بیا وروسته د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې خپور شو چې پکې ځېنو پښتنو ښځو هم برخه واخیسته.

په پېښور کې د ښځو د حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل ولیکل

"کله چې په پېښور کې اوسیږی نو د جنسي ځورونو سره مخ کیدل عادي خبره ده"

په لندن کې د بي بي سي سره کار کونکي ثنا ساپۍ په خپل فیس بک کې ولیکل

په ټولنیزو رسنیو دغه مبارزه د هغې نه وروسته شروع شوه د هالي ووډ د مشهور فلم جوړونکي هاروي وائنسټاین په هکله لسگونو ښځو شکایتونه وکړل چې د خپل نفوذ نه یې گټه پورته کوله او هغوي یې په جنسي توگه ځورلي دي حتی ځینو په هغه تور ولگاوه چې په هغوي یې جنسي تیري کړي. د یادني وړ ده چې د هالي ووډ په لسگونو مشهورو هنرمندانو د وائینسټاین په ضد د جنسي ځورنو ادعاگاني کړیدي.

پرون د اکتوبر په ٢٩ نیټه د فرانسې په مختلفو ښارونو کې هم په سلگونو ښځو د جنسي ځورنو په ضد لاریون کړیدي. په پارس کې ښځو د جنسي ځورونو په ضد شعارونه لگول او په لوحو یې زه "هم لیکلي" وو.

د ځورونو په ضد د دغې مبارزې شاوخوا یوه میاشت کیږي چې په ټولنیزو رسنیو شروع شویده او تر اوسه پورې دوام لري.

د یادونې وړ چې په امریکا کې د کانگرس ځینو ښځو غړو هم په ټولنیزو رسنیو هغه پیښې د خلکو سره شریکې کړیدي چې هغوي ورسره د کار په دوران کې مخ شویدي.

د نړۍ د بیلا بیلو ملکونو ښځو د نارینو نه غوښتنه کړیده چې د ښځو په وړاندی خپل چلند بدل کړي او د هغوي درناوې وکړي. په دی برسیره یې د حکومتونو نه غوښتي چې په دغه لړ کې خپل مسولیت پوره کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG