د لاس رسي وړ اتصالات

٦٠ فیصده امریکایي ښځې په جنسي توگه ځورول شوي- سروې


یوه تازه سروې وایي چې ٦٠ فیصده امریکايي ښځې په جنسي توگه ځورول شویدي او د دغو ښځو د جملې نه یې زیاتره وایي چې هغوي د کار په ځای کې د جنسي ځورنو سره مخامخ شویدي.

په امریکا کې دغه موندنې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې د څو اونیو راهسیې په مشهورو اداکارانو، فلم جوړونکو او سیاستمدارانو باندې د جنسي ځورونو تورونه لگیدلي دي.

په دغه سروې کې یواځې ٢٠ فیصده نارینوو ویلي دي چې هغوي د جنسي ځورونو سره مخامخ شویدي. په دغه سړو کې ٦٠ فیصده وایي چې هغوي سره د کار په ځاې کې دا کار شویدی.

هغه ښځې چې وایي په جنسي توگه ځورول شویدي، ٦٩ فیصده یې وایي چې په کارونو کې، ۴٣ فېصده وايي چې په ټولنیز ملاقاتونو کې، ۴٣ فیصده وایي چې په کوڅو کې او ١۴ فیصده وایي چې په کورونو کې ځورول شوي.

د کوینیپیک پوهنتون په دغه سروې کې ٨٩ فیصده برخه اخیستونکو ویلي دي چې جنسي ځورونې یوه ډیره جدي مسله ده.

٥٥ فیصده برخه اخیستونکي وایي چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو چې کومه مبارزه شروع شویده، هغې د مسلې په پیژندگلو کې ډیر مهم رول لوبولی دی.

د کوینیپیک پوهنتون د مشر مرستیال ټم میلوی وایي چې "د امریکایانو اکثریت نارینه او ښځې د جنسي ځورونو د وجې سخت اندیښمن دي. او سروې نتایج دا ښیي چې ولي خلک اندیښمن دي. په هرو لسو کې شپږ تنه ښځې په جنسي توگه ځورول شویدي."

دغه سروې چې د کوینیپیک پوهنتون کړیده، پکې ١۴١٦ تنو برخه اخیستې.

XS
SM
MD
LG