د لاس رسي وړ اتصالات

د شاه و عروس بند د اوبو زېرمه کول تر ۴۰ ورځو پیلیږي


د شاه او عروس بند د ۵۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړیږي
د شاه او عروس بند د ۵۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړیږي

د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه و عروس د اوبو بند د اوبو ذخیره کول به د راروان ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په وري میاشت کې پیل شي.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د اوبو د زېرمه کولو دغه بند د ۹،۳ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او کولی شي چې یو نیم میګاواټه برښنا هم تولید کړي.

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک په دې اړه نن دوشنبه فبروي ۸ (سلواغه ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې دغه بند به د برېښنا د تولید برسېره د زېرمه شویو اوبو په وسیله د ۳۵۰۰ هکټار ځمکې خړوبې کړي.

هغه زیاته کړه: "د شاه او عروس بند د ۵۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړیږي چې هر کال به د کابل پنځه میلیونو وګړو ته د څښاک اوبه برابرې کړي."

له بلې خوا د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د یاد خبر په تاییدولو ویلي چې د دغه بند د جوړېدو او رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به ۳۵۰۰ کورنۍ ترې په مستقیمه توګه ګټه واخلي.

د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې نیږدې نهه کاله پخوا (۱۳۹۱) کې پیل شوې خو په هماغه کال بېرته ودرول شوې.

له هغه وروسته په ۱۳۹۵ کال کې د افغانسان د اوبو او انرژۍ وزارت د یادې پروژې کار له سره پیل کړ.

که څه هم د یاد بند د جوړولو وخت د وړاندوینو پر بنسټ لنډ کلونه و خو د افغانستان حکومت چارواکو په وینا په یادې پروژې کې تخنیکي ستونزې دغه چاره ډېره ټکنۍ کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان په جنوبي ولایت نیمروز کې د کمال خان بند د اوبه زېرمه کولو لړۍ پیل شوه.

له بلې خوا د چارواکو په وینا د افغانستان شمال کې د بدخشان ولایت د شورابک بند د جوړېدو چارې هم ۹۵ سلنه بشپړې شوي او د چارواکو په وینا په روان زېږدیږ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG