د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران سره نژدې 'کمال خان بند' کې د اوبو ذخیره کول پیل شول


د کمال خان اوبو بند
د کمال خان اوبو بند

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د نیمروز ولایت په «کمال خان بند» کې د اوبو ذخیره کولو بهیر پيل شوی دی.

د کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی و، خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن چهارشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۵) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "کمال خان بند چې د هېواد یو ستره او ملي پروژه ده، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول یې پيل شول."

دغه بند ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو په اساس ولسمشر غني هم په یاد بند کې د اوبو پر ذخېره کولو خوښي ښودلې.

د یادې ادارې په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: "نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه".

د افغان چارواکو په وینا د یاد بند په جوړېدو سره به ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا تولید شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې سلواغې میاشتې پر اتمه په دغه هېواد کې د هغو بندونو په ژر جوړولو ټینګار کړی وچې له افغانستان څخه بهر ته د اوبو د بهېدلو مخنیوی کوي.

ارګ په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د افغانانو د اندیښنې لامل شوي، اندېښنه ښودلې وه او د اوبو د سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني ویلي: "پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي".

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې هم ویلي چې د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه هم بشپړ او ګټې اخیستې ته به وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG