د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد محمدي او حضرت ځاځی بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته انتخاب شول


محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی
محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په وروستیو کې له بنګله دېش سره د دوو شل اوریزو لوبو دپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې توپ وهونکي محمد شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی هم شامل کړي دي.

دا لوبې د جولای په ۱۴ او ۱۶ په بنګله دېش کې کیږي. ددې لوبو دپاره د افغانستان په ټیم کې تېز توپ اچونکی وفادار مومند هم د لومړي ځل دپاره اخیستل شوی دی.

ویکټ ساتونکی او توپ وهونکي محمد شهزاد تر اوسه د افغانستان دپاره ۷۰ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي او وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۱ په نومبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړه. حضرت الله ځاځی هم د پاکستان سره د افغانستان د درې لوبو په لړۍ کې نه و لوبېدلی. د مارچ په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې شل اوریزو لوبو دا لړۍ ۲-۱ افغانستان وګټله.

د یکشنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۱) د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې افسر ځاځی، عثمان غني، شرف الدین اشرف او د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د کرکټ بورډ د خبرپاڼې په اساس، د افغانستان د لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان ویلي چې د لوبډلې په نهايي کولو کې یې د شل اوریزو لوبو د کپتان راشد خان او مشر روزونکي جانتن ټراټ سره مشوره کړې ده.

اسدالله خان زیاته کړې: "موږ په دې وروستیو میاشتو کې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ښې پایلې ترلاسه کړې، او په شل اوریزو لوبو کې د خپلې کارکردګۍ پر لا پیاوړي کولو باندې تمرکز کوو. راتلونکی سیریز موږ ته یو ښه فرصت دی چې خپلې وړتیاوې وښیو او په شل اوریز کرکټ کې خپل اهداف تر لاسه کړو."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د بنګله دېش په وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ د ترسره کولو لپاره په هغه هېواد کې ده.

دا درې یو ورځنۍ لوبې به د جولای په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه د بنګله دېش په بندري ښار چیټاګنګ کې ترسره شي.

بنګله دیش د جون په میاشت کې له افغانستان څخه د ټیسټ یوه لوبه په ۵۴۶ منډو وګټله.

د بنګله دېش سره د شل اوریزو لوبو دپاره د افغانستان په سکواډ کې دا لوبغاړي شامل دي: راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګربز، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدران، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال او وفادار مومند.

XS
SM
MD
LG