د لاس رسي وړ اتصالات

چین اویغور مسلمانانو ته امر کړی چې روژې به نه نیسي


چین د اویغور مسلمانانو د روژو په نیولو بندیز لگولی دی او سرغړونکو ته به یې سختې سزاگانې ورکول کیږي.

د چین حکومت د سینکیانگ په ایالت کې، چې زیاتره اوسیدونکې یې اویغور مسلمانان دي، د روژو په نیولو بندیز لگولی دی او ورته یې امر کړیدی چې په یو بل نظر ساتي چې څوک یې نیسي. داسې اندیښنې شته دی چې د چین حکومت به هغه کسانو ته اجتماعي سزاگانې ورکړي چې روژې ونیسي.

دغه څرگندونې په جرمني کې د اویغور مسلمانانو دفتر 'د ایغورو نړیوال کانگرس' کړیدي. دغه ایغور مسلمانان د چین نه تښتیدلی دي او په جرمني کې ژوند کوي.

د اویغور مسلمانانو نړیوال کانگرس دا هم وایي چې چین هغه اویغور مسلمانان هم د نژدی نه څاري چې حکومت ته وفاداره دي. چین ځکه هغوي څاري چې ایا دوي په ریښتیا خپل دین پریخودی دی او کنه.

په چین کې ږیره پریښودل، پرده کول، لمونځ او روژې نیول سختدریځي بلل کیږي.

دغه ډله دا هم وایي چې په چین کې محصلینو ته دا امر دی چې په هفتې کې درې ورځې په ښوونځي کې د غرمې ډوډۍ وخوري او که څوک نه خوري نو هغوي به یو ځلې بیا روزنیز کمپونو ته لیږل کیږي چیرته چې هغوي ته د خپلې نظریې او فکر د بدلولو تعلیم ورکول کیږي.

امریکا او د لویدیځ ځینو نورو هېوادونو چین تورن کړی چې شاوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان په "اجباري کمپونو" کې ساتي. خو بیجینګ وايي چې دا د "زده کړو کمپونه" دي.

XS
SM
MD
LG