د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پر چینايي محصولاتو تعرفې امریکا ته میلیاردونه ډالره ګټه رسوي


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ له چین سره د خپل هیواد د تعرفو د جګړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي په دې کار سره به امریکا ته په میلیاردونو ډالره ګټه ورسیږي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې د چین غچ اخیستونکې تعرفې نشي کولای د امریکا پر اقتصاد تاثیر وکړي، هغه د ( مې په ۱۳ نیټه ) ژمنه وکړه چې دوی به په امریکا کې د چین پر محصولاتو د لګیدلو تعرفو جبران وکړي.

ډانلډ ټرمپ وویل:" دوی به کښت کوي او په ټیټه به محصولات پلوري خو دوی به په هماغه اندازه پیسې تر لاسه کوي څو چې هر څه ښه شي. زموږ بزګران، تولیدونکي او حکومت به ډیر خوشاله وي ځکه موږ به په لسهاوو میلیارده ډالر ترلاسه کوو."

چین له دې وړاندې اعلان وکړ چې د جون له لومړۍ نیټې څخه به د امریکا د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت محصولاتو تر ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړي.

چین د امریکا د غوښې، بیلابیلو سبزیجاتو، د میوو د جوسو، غوړیو، چایو او کافي په ګډون په څه باندې پنځه زره محصولاتو تعرفې لوړې کړي او دې کار امریکايي بزګران اندیښمن دي.

خو جمهور رئیس ټرمپ وايي چین به له امریکا سره د مالیاتو او تعرفو په جګړه کې ډیر زیان وویني ځکه صادرات یې ډیر دي. خو یو چینايي شنونکی وايي تعرفې به په اوږده مهال کې امریکا زیانمنه کړي.

د چین د ټولنیزو علومو آکاډمي ګاو لینګیون وايي :" په لنډ وخت کې به چین او امریکا د تعرفو زیان په شریک ډول وویني. خو له دریو څخه تر شپږو میاشتو وروسته به دا امریکايي پلورونکي او مشتریان وي چې زیان به ویني."

شنونکي وايي د دوی د وړاندوینو له مخې، پر چینايي کمپنیو به د تعرفو له امله ټول اغیز یوازې لس سلنه وي په داسې حال کې نیوې سلنه او یا تر هغه زیات به پر امریکايي لوري وي.

په امریکا کې د یو شمیر وړاندوینو له مخې پر چینايي محصولاتو به د امریکا تعرفې ددې لامل شي چې امریکایان د توکو د اخیستو پرمهال په کال کې تر ۷۰۰ ډالره زیاتې مصرف کړي.

جمهور رئیس ټرمپ وايي د تعرفو د زیان مخه په کور دننه د محصولاتو په تولید او یا هم له هغو هیوادونو څخه چې تعرفې نلري د توکو په اخیستو سره کیدای شي.

امریکا د جمعې په ورځ د چین د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت وارداتو تر پنځه ویشت سلنه تعرفې ولګولې او جمهور رئیس ټرمپ وايي کیدای شيد ۳۲۵ میلیارد ډارو په ارزښت د هغه هیواد پر یو شمیر نورو محصولاتو هم پنځه ویشت سلنه تعرفې ولګوي.

XS
SM
MD
LG