د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عکاس:شربت گلې سره مې هر راز مرسته کړې


سټیو مکیوري کال ١٩٨۴ کې په پیښور کې د یوې افغان مهاجرې عکس واخیست او بیا دا عکس د مشهورې مجلې نیشنل جیوگرافک په سر پاڼه خپور شو.د شنو سترگو دې بې نومې جلۍ عکس ته د افغان گرل یا افغانې جلۍ نوم ورکړل شو. دې عکس سټیو میکوري ته شهرت او دولت دواړه نصیب کړل.

سټیو مکیوري کال ٢٠٠٢ کې د همدې شنو سترگو د جلۍ په لټون کې پیښور ته ورسېد او شپاړلس کاله پس ېې هغه د شربت گلې په نوم وموندله. سټیو مکیوري د شنو سترگو افغانه جلۍ د عکس نه گټلي شهرت مننه او د دولت برخه د شربت گلې سره شریکه کړه او لا هم ورسره هره سخته کې ولاړ دی.

سټیو مکیوري د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې وویل چې زه د شربت گلې پوره وړی ووم، ما دا ارمان وه چې دغه افغانه مهاجره جلۍ پیدا کړم او خدمت ېې وکړم.

د شربت گلې د شنو سترگو عکس نن هم د خلکو په د رسنیو په مخ ځای لري
د شربت گلې د شنو سترگو عکس نن هم د خلکو په د رسنیو په مخ ځای لري

دی وايي چې زه نه غواړم چې ووایم چې ما د شربت گلې دپاره څه څه کړي،ځکه چې ما ورباندې کوم احسان نه دی کړی ،بلکې د هغې هغه قرض مې خلاص کړی،کوم قرض چې د هغې د تصویر نه د گټې په صورت کې ماته رسیدلی.

امریکايي عکاس وايي چې تېره اوونۍ چې پیښور کې د شربت گلې د گرفتارۍ نه خبر شوم ډېر حیران او خوابدۍ شوم، شربت گله یوه معصومه څهره او مظلومه افغانه ده.هغې سره باید ښه وشي، بندي کول ېې یوه ستره جفا ده.

شربت گله پاکستاني پولیسو په دې تور نیولې چې د اوسیدو دپاره جعلي اسناد جوړ کړي.د شربت گلې د خلاصون دپاره په لوړ سویه هلې ځلې شوي چې دې لړ کې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې هغه به د سه شنبې په ورځ له بنده آزاده شی.

سټیو مکیوري دا هم وویل چې شربت گله باید پریښودل شي چې هرچرته ېې خوښه ېې هلته ووسیږي او نور دې څوک هغه نه ازاروي،ځکه چې ژوند هغې ته ډیر تراخه ورکړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG