د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال:شربت گله به ډېر ژر افغانستان ته لاړه شي


په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ویلي چی هڅې یې لا د وخته پیل کړي څو شربت گله چې د څلورو لسیزو راهیسي په پاکستان کې اوسيږي، ډیر ژر له زندان څخه خوشي شي.

پاکستاني چارواکي وایي پولیسو د نشنل جیوگرافیک د مجلې مشهوره څیره، ښکلي شین سترگې، شربت گله په پاکستان کې د جعلی شناخت کارت د جوړولو په تور نیولې.

ډاکټر زاخیلوال د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې د هغې د نیولو د ځای پته یی لگولې او لا دوخته یی پدې اړه زیار پیل کړی دی.

د شربت گلی د آزادولو مسله ځکه اکثرو ته مهمه گڼل کیږي چې په نړیواله کچه، د افغانستان او افغانانو په یو نړیوال انځور بدله شوې، مشهوره څیره ده.

له همدې کبله په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر له ولسمشر اشرف غني هیله کړې ده چې افغانستان ته د شربت ګُلې او د هغې د کورنۍ د ستنیدو لپاره زمینه برابره کړيډي،. ډاکټر زاخیلوال وویل چې شربت گله چې پخپله د ننگرهار د پچیر اگام سیمې ده،خو پیښور کې ېې شخصي کور درلودو،خاوند ې څه موده مخکې وفات شوی او هغه د خپلو بچو یوازینۍ کفیله ده.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وویل چې هغه د ولسمشر نه غوښتي چې شربت گلې ته کابل کې یو کور او د ژوند امکانات ورکړي ،ترڅو د افغانستان دا مشهوره څهره لرونکې لور بیرته په عزت سره هیواد ته ستنه شي.

په لویدیځه نړۍ کې شربت گله د ښکلی شین سترگې افغانې نجلې په نوم شهرت لري.

کونډه شربت گله درې لوڼه لري او د پیښور په نوتهیه سیمه کې ژوند کوي
کونډه شربت گله درې لوڼه لري او د پیښور په نوتهیه سیمه کې ژوند کوي

پاکستاني چارواکو وویل پولیسو د نشنل جیوگرافیک د مجلې مشهوره څیره، ښکلي شین سترگې، شربت گله په پاکستان کې د جعلی شناخت کارت د جوړولو په تور ونیوله.

د فدرالي تحقیقاتو له ادراې څخه شاهد الیاس وایي پولیسو پرون چهارشنبې په پیښور کې د شربت گلې په کور باندې د یوې چاپې په نتیجه کې هغه ونیوله.

هغه د څوارلسو کلونو د زندان مودی خطر سره مخامخ ده.

د شربت گلې انځور چې د شنو سترگو ښکلا یی په نړیواله کچه شهرت لري، د لومړي ځل لپاره، د ستیف مک کوري په لاس په ١٩٨۴ میلادي کال کې وروسته له هغې خپور شو چې شربت گله یی د ناصر باغ د کډوالو په کمپ کې ولیدله او عکس یی واخیست.

خو اوس پوښتنه دا ده چې که افغان چارواکي افغانستان ته د هغی د بیرته ستنولو هڅې وکړي نو هغه به وغواړي چې افغانستان ته بیرته ستنه شي او که نه؟

ځکه د پاکستان د فدرال د تحقیقاتي څانګې یو پلټونکي شاهد الیاس اسوشیټډ اژانس ته وویل چې شربت ګلې په پاکستان کې د اوسیدو په مقصد جعلي اسناد جوړ کړي وو.

خو ډاکټر عمر زاخیلوال وايي چې شربت گلې پیښور کې خپل کور خرڅلاو ته ورکړی و او خپل وطن ته ېې د ستنیدو پریکړه کړې وه چې ونیول شوه. خو هغه وايي چې دوي د مدافع وکیلانو یوې ډلې ته وظیفه ورکړیده او زر به شربت گله له بنده ازاده او خپل وطن افغانستان ته ستنه شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG