د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله وال پوځ ویاند: هرات، هلمند او کندهار کې د 'دښمن' مخه نیول شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند وايي، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.

جنرال عمر شینواري نن یکشنبه اګست لومړۍ (زمري لسمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو په دغه درې ولایتونو کې لوړه درجه جګړیز احضارات نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د وسله وال پوځ ټول منسوبین په ځانګړي ډول په دغه درې ولایتونو کې چې اوس په لوړ ګواښ یا اضطراري حالت کې دي خپل ټول جګړیز احضارات لري او ان شاءالله او تعالی له دښمن نه د دغه سیمو د ساتلو توانمندي له هر لحاظه لرو او کوم وضعیت چې مخته راغلی و هلته هغه الحمدالله د اپراتیفي او تکتیکي قوماندانو لخوا د منظمو پلانونو پر بنسټ باندې مدیریت شوی دی د دښمن مخه نیول شوې ده."

جنرال عمر شینواري زیاته کړه په هرات، هلمند او کندهار کې د جګړې مدافعي خطونه جوړ شوي او په وینا په دغه ولایتونو کې کومه لویه پوځي ستونزه نشته.

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمن د هرات ولایت د جګړې د رهبرۍ لپاره له تازه دمه ځواکونو سره دغه ولایت ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا د هرات، هلمند او کندهار ښار له څنډو څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو په دغه ولایتونو کې د طالبانو پر لیکو د هوايي بریدونو پرمهال د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.

په تیره اونۍ پوځي عملیات

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند خبریالانو ته وویل چې تیره اونۍ د افغان ګډو ځواکونو په ۲۲۱ پوځي عملیاتو کې ۱۳۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷۷۰ ټپيان شوي او ۱۳۲ نور نیول شوي دي.

نوموړي په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل. خو زیاته یې کړه چې تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۸ تنه نور ټپيان شوي دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG