د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مینیاپولیس کې په یو وسله وال برید کې ۱۰ تنه ژوبل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

پولیس چارواکي وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مینیاپولیس په ښار کې د یو شمېر کسانو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

د مینیاپولیس د ښار پولیس چارواکو د یکشنبې په ورځ جون۲۱ (چنګاښ۱) وویل چې پېښه د ښار د «هینيپن جنوبي څلور لارې» کې شوې ده.

ځینې امریکایي رسنۍ وايي چې یو شمېر پلیو وسله والو په خلکو ډزې کړي دي چې یو کس یې وژلی هم دی.

په برید کې ټول ژوبل شوي کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي او ویل کیږي چې د پېښې ټول قربانیان غټان دي.

پولیسو د ټویټر له لارې له خلکو غوښتي چې د برید سیمې ته نژدې ورنشي.

لا د برید انګیزه معلومه نه ده او نه یې هم تر اوسه په تړاو څوک نیول شوي دي.

په مینیاپولیس کې دا برید داسې مهال کیږي چې په همدغه ښار کې د پولیسو په توقیف کې د یو تورپوستي امریکايي جورج فلویډ له مړینې وروسته د امریکا په لسګونو ښارونو کې د نژادي تبعیض په ضد مظاهرې وشوې او لا هم روانې دي.

په دغو مظاهرو کې سلګونه کسان ونیول شول او د پولیسو د ځینو مرکزونو په ګډون په ډېرو تجارتي مرکزونو او هټیو هم بریدونه وشول.

XS
SM
MD
LG