د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د افغانستان بانک استقلالیت نلري او په طالبانو پورې تړلی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي چې د افغانستان بانک له طالبانو څخه مستقل ندی او د پیسو مینځلو او ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره کافي حفاظتي شرایط نلري.

سیګار سه شنبه اګست ۸ (زمري۱۷) د متحده ایالاتو کانګرس ته پخپل دري میاشتني راپور کې د افغانستان بانک په اداري سیستم کې ګڼې نیمګړتیاوې په ګوته کړي او ددې بانک مقاماتو ته چې نومونه یې د ملګرو ملتونو او د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دي، اشاره کړې ده.

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې، د یو بهرني قراردادي په واسطه، یو لړ څیړنې ترسره کړې چې د سیګار راپور پرې چمتو شوی دی.

د سیګار په ارزیابۍ کې ویل شوي، "د افغانستان بانک د طالبانو د رژیم څخه استقلالیت نلري او د پیسو مینځلو ضد او ترهګرۍ سره د مالي مرستو مقابلې په برخې کې نیمګړتیاوې پکې شته دي".

د رویټرز خبري اژانس تیره میاشت د دې ارزیابۍ په هکله راپور ورکړی و خو په هغه وخت کې یې نتیجه عامه شوې نه وه.

دا ارزیابي پدې معنی چې د واشنګټن لخوا د هغو ۳.۵ ملیارد ډالرو بیرته ورکولو سره مرسته نکوي چې په سویس کې په یو ځانګړي صندوق کې ایښودل شویدي.

د افغانستان د مرکزي بانک د ارزیابۍ مالي لګښت د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو مرستندویه ادارې (USAID) ورکړی و او یو بهرني قراردادي دا ارزیابي کړیده.

دې شرکت ځکه ویلي چې د افغانستان بانک د طالبانو د رژیم څخه مستقل ندی چې مشري یې د دریو طالب چارواکو په لاس کې ده او په دریو واړو یې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو لخوا بندیزونه لګول شویدي.

سره لدې چې طالبانو په کراتو د واشنګټن څخه غوښتي د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ دې ورته وسپارل شي خو د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونه د دې بانک د مشرتابه او د پیسو مینځلو پر ضد لازمو شرایطو نلرو له کبله اندیښمن دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت یو چارواکي تیره میاشت د رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې واشنګټن به تر هغه وخته د افغانستان مرکزي بانک ته د دې پیسو بیرته ورکولو ملاتړ ونکړي تر څو پورې چې دا بانک د "سیاسي مداخلې او لاسوهنې" څخه پاک شوی نه وي.

دې چارواکي دا هم ویلي و چې دا بانک باید وښیي د پیسو مینځلو او ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره کافي کنټرول لري.

د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، د افغانستان د مرکزي بانک دا شتمني چې ۷ ملیارده ډالر دي، ضبط کړل.

د دې پیسو نیمایي یې چې ۳.۵ ملیارده ډالر کیږي، په سویس کې په یو امانتي صندوق کې ایښودل شوي او پاتې یې په امریکا کې د یوې حقوقې قضیې تر پریکړې ساتل شوي.

سیګار تر دې وړاندې د افغانستان بانک په چارو کې د طالبانو د لاس وهنو له کبله ددغه هیواد اقتصاد ته د پیښیدونکو ګواښونو په باب خبرداری ورکړی و.

د سویس د ژنیو په ښار کې د افغانستان د پیسو د امانتي صندوق د نړیوالو قرضو او د افغانستان د وارداتي بریښنا د بیلونو د تادیې په ګډون د افغانستان بانک د مرکزي بانک د ټولو مراودو مسولیت په غاړه لري.

همداشان دا صندوق د افغانستان راتلوونکو اړتیاو لکه د نوو پیسو چاپولو د پیسو مصرف هم د همدې لارې ترسره کیږي.

دا پولي صندوق د یو پلاوي له خوا، چې د امریکا، سویس او د افغانستان دوه پخواني چارواکي انوارالحق احدي، چې پخوا د مرکزي بانک رئیس او د مالیې وزیر هم پاتې شوی او هم د افغانستان بانک د عالي شورا غړی او د امریکا د مریلنډ په ایالت کې د مونتګومري د کالج استاد شاه محمد محرابي له خوا څارل کیږي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG