د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: طالبان د امنیتي پلوه د زیاتو ګواښونو سره مخ دي


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" وايي، چې طالبان د خپل واک د ساتلو لپاره مخ په زیاتیدونکي ډول د مختلفو ډلو له خوا د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو دریو میاشتو په یو راپور کې داعش، القاعده او د مقاومت د ملي جبهې په ګډون د مختلفو مخالفو ډلو یادونه کړې ده.

سیګار په دې راپور کې د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د خبرداري یادونه کړي او ویلي دي: "افغانستان همدارنګه منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د تروریستي ګواښونو اصلي منبع ده" او د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت د خراسان څانګه (داعش) په ګډون څو تروریستي ډلې افغانستان کې د موجودې فضا او د طالبانو د یوې موثرې امنیتي ستراتیژۍ د نشتون څخه ګټه پورته کوي او په ازاد ډول فعالیت کوي."

همداشان سیګار په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د استرالیا،کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس، برتانیا او د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړو استازو ورته اندیښنو یادونه کړې ده. دغو استازو د فبرورۍ په میاشت کې په پاریس کې د یوې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په افغانستان کې د تروریستي ‌ډلو مخ په زیاتیدونکي ګواښ باندې په کې ژوره اندیښنه ښودل شوې وه.

د القاعده شتون

سیګار د امریکايي چارواکو د څرګندونو پر اساس ویلي، چې په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواري حضور، چې د ۲۰۲۲ کال د جولاې په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې ووژل شو دا ښيي، چې د طالبانو ځینې غړي لا هم دغې ډلې سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت ویلي، د امریکا د ډرون الوتکې د برید وروسته يې هیڅ داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي، چې دا وښيي، چې برید په ایمن الظواري شوی او هغه په کې وژل شوی دی.

سیګار ویلي، چې د امریکا متحده ایالات ددې ترڅنګ، چې په افغانستان کې د القاعده فعالیتونه څاري پر طالبانو باندې هم د دوحې تړون ته د ژمن پاتې کیدو لپاره فشار ته دوام ورکوي.

سیګار همداشان ویلي، چې القاعده لا هم د امریکا متحده ایالاتو پرګټو باندې بریدونو ته ژمنه ده.

د داعش فعالیتونه

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د داعش د ډلې پرله پسې بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د طالبانو او د مذهبي اقلیتو پر وړاندې خپل کمپاین ته دوام ورکړی او د طالبانو حاکمیت یې د جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمیر د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ اټکل کړی دی.

سیګار ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروسته داود مزمل د طالبانو لومړی والي او ددغې ډلې لوړ پوړی چارواکی و، چې د داعش په برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

داود مزمل د مارچ د میاشتې په نهمه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په خپل دفتر کې په ځانمرګي برید کې د دوو تنو نورو سره ووژل شو .

د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر ویلي: "د څو بریدونو سربیره، داعش تقریبآ هره ورځ په ټیټه کچه په محلي ټولنه کې د ویرې د اچولو لپاره، د طالبانو د قدرت د کمزوري کولو او د طالبانو امنیتي ادارې د ګواښ سره د مخ کولو لپاره عملیات ترسره کوي".

سیګار ویلي، داعش په اسانو اهدافو د ښوونځیو، جوماتونو (سني او شیعه ګانو) او روغتونونو باندې بریدونه کوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" د طالبانو د رسمي راپورونو پر اساس ویلي، چې طالبانو د داعش پر خلاف نهه عملیات د جنوري او فبرورۍ په میاشتو کې ترسره کړي دي او ددغې ډلې له منځه وړلو او د عملیاتو د خنثی کولو لپاره چې څه یې په وس پوره وي ترسره کوي.

سیګار ویلي، چې د اپریل په میاشت کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې پر مهال د برید طراح وواژه. دداعش په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او شاوخوا ۱۵۰ افغانان وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر په دغه راپور کې ویلي، چې همداشان داعش د غیر دولتي ادارو او د ملګروملتونو ادارو د کارکوونکو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې تروریستي ډلې د پخوا پرتله د ډیرې ازادۍ څخه برخمنې دي، چې ورسره په افغانستان او سیمه کې تروریستي فعالیتونه د زیاتیدو په حال کې دي.

طالبانو لا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې هیچا ته به ددې اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

XS
SM
MD
LG