د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سلاکاره ټاکل شوې


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر د منځګړیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د عالي بورډ مرستیاله ټاکل شوې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له خوا د جمعې په ورځ د« مرغومې پر ۲۸مه» په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې سمر به د مېرمن میشل باچلت پر ځای دندې ته دوام ورکړي.

دغه مشورتي بورډ په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شوی چې هدف یې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د منځګړیتوب په برخه کې مشوره ورکول دي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې اغلې سمر به د ملګرو متلونو د عمومي منشي د سلاکارې ترڅنګ په افغانستان کې خپلې اوسنې دندې ته هم ادامه ورکوي.

مېرمن سیما سمر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رنګېدو وروسته د بن کنفرانس د موافقې له‌مخې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له تاسس سره سم د ۲۰۰۲ کال د جون د میاشتې راپدېخوا د دغه کمېسیون مشري په غاړه لري.

مېرمن سمر تر دې مخکې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې په سوډان کې د ملګرو
ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړې رپوټ چمتو کوونکې او په افغانستان کې د بشري حقونو د تعلیم د ودې، د ښځو د پروګرامونو د پلې کولو او له بشري حقونو څخه د سر غړونې د تحقیق او ارزونې چارې څارلې دي.

XS
SM
MD
LG