د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: "دولتي افراد" د خلکو پر حقونو تیری کوي


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وايې چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې یوه لویه ستونزه دا ده چې په ځېنو وختونو کې دولتي مامورین د خلکو پر حقونو تیری کوي.

میرمن سیما سمر له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې ویلي دي چې دولت باید د خلکو امنیت او عدالت ته لاسرسی یقیني کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي چې هېڅوک له قانون څخه زیات نه دي او اشخاص نشی کولې قانون پخپله خوښه وکاروي.

اغلې سمر وویل: "دولتي افراد د نورو خلکو پر بشري حقونو تیری کوی."

د بشري حقونو د نړیوال سازمان په کلني راپور کې چې د پنجشنې په ورځ [جنورۍ ۱۸] خپور شوی راغلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې وسله والو نښتو او چاودونو ملکي خلکو ته سخت زیان اړولی دی. په راپور کې راغلي چې په یو کال کې ۲۶۴۰ افغان ملکیان وژل شوي دي.

دارنګه د حکومت او نړیوالو قواوو په هوايي بریدونو کې ۲۰۵ تنه ملکي خلک وژل شوي دي.

د میرمن سمر بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

سمر: "دولتي افراد" د خلکو پر حقونو تیری کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00

XS
SM
MD
LG