د لاس رسي وړ اتصالات

په سنګاپور کې د مسلمانانو د وژنې لیوال ځوان ونیول شو


په سنګاپور کې هغه ځوان نیول شوی چې ویل کېږي له انلاین جنګي ګیمونو څخه یې کار اخیست او ځان یې د مسلمانانو وژلو ته برابر کړی و.

چارواکي وايي دغه کس نک لي نومېږي او فکر یې درلود، چې په ۲۰۱۹ کال کې په نیوزلنډ کې د مسلمانانو د ډله ایزې وژنې په څېر، یوه پېښه وکړي.

په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزلنډ د کریسچرچ په سیمې کې د برنټون تارانټ په نوم یو سپین نژاد کس په دوو جوماتونو کې بریدونه وکړل او ۵۱ مسلمانان یې ووژل.

د سنګاپور د داخلي امنیت ادارې ویلي دي: «لي انلاین مجازي نړۍ کې د خپلو ښي اړخو ملګرو سره له خبرو وروسته دا الهام اخیستی و چې په سنګاپور کې په مسلمانانو باندې بریدونه وکړي.»

چارواکي وايي هغه الهام اخیستی و چې «په کور کې د جوړو شویو ټوپکو، چاقو او بوتلي بمونو سره په سنګاپور کې په یو جومات کې د تارانت د برید په څېر برید» وکړي.

دغې ادارې ویلي دي، چې د لي د نیولو لارښوونه یې د ډسمبر په میاشت کې کړې وه. لي تورن دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د مسلمانانو په ضد له هغه وروسته کمپاین پیل کړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانانو ضد ښي اړخو تر تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغی.

د سنګاپور چارواکي وایي چې لي د تارانت ویدیوګانې، چې د برید په مهال ژوندۍ خپرې شوې وې، په وار وار لیې د بارانت ویدیو لیدلې په انلاین کمپیوټري ګیمونو کې یې همداسې رول ادا کوو. معلومه شوې نه ده، چې هغه کله غوښته دا کار وکړي.

د سنګاپور د داخلي امنیت ادارې ویلي دي چې نیول شوي کس غوښتل چې د تارانت په څېر د مسلمانانو په جومات باندې برید وکړي.

د سنګاپور د امنیت دغې ادرې ویلي دي، چې لي ځان تر نورو غوره ګڼي او د «چینایانو، کوریایانو او جاپانیانو په برترۍ باور» لري او دا فکر یې له انټرنټ څخه خپل کړی دی.

سنګاپور په اسیا کې یو شتمن هېواد ګڼل کېږي، چې اکثریت نفوس یې چینايي توکم دي، خو اقلیت مالايي او هندي توکمه مسلمانان هم لري. دغه هېواد د افراطي مفکورو په ضد سخت دریځ لري.

د سنګاري د ملي امنیت ادارې تېرکال هم د یو ۱۷ کلن ځلمي د نیولو خبر ورکړ، چې په مسلمانانو باندې یې د برید پلان درلوده. همدغه راز په ۲۰۲۳ کال کې هم یو ۱۸ زده کوونکی په ورته تور ونیول شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG