د لاس رسي وړ اتصالات

سرېلانکا کې بودایانو او مسلمانو نښته کړې، بیړنی حالت اعلان شوی


د سریلانکا ٢٦ کلنه کورنۍ جگړه په ٢٠٠٩ کې پای ته ورسیده
د سریلانکا ٢٦ کلنه کورنۍ جگړه په ٢٠٠٩ کې پای ته ورسیده

د سریلانکا حکومت د بودایانو او مسلمان لږکیو ترمنځ له نښتو وروسته په ټول هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړ.

د حکومت یو ویاند د سه شنبې په ورځ(مارچ۶) وویل چې بیړنی حالت به لس ورځې وي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.

د تیر یو کال راهیسې په سریلانکا کې د دغو دوو ډلو ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتیدو دی او یو شمیر سخت دریځه بودايان مسلمانان ملامتوي چې خلک اسلام منلو ته اړ باسي او لرغونې بودایي اثار او ځایونه ویجاړوي.

حکومت وایي د سریلانکا په مرکزي کندي ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د یوې بودایي ټولنې د مړي له مراسمو وروسته چې د څلورو مسلمانانو سره په نښته کې مړ شوی و، غوغا جوړه شوه.

پولیس وایي په داسې حال کې چې ددغې نښتې اصلي انگیزه نده څرگنده خو ددې موټر چلوونکي د مړي له مراسمو وروسته بودایانو د مسلمانانو پر دکانونو باندې حملې وکړې. همداشان د سه شنبې په ورځ په یو سوزول شوي کور کې د یو مسلمان مړی وموندل شو.

د رویترز اژانس وایي چې یو شمیر بودایي ملتپال همداشان په سریلانکا کې د روهینگیا مسلمان مهاجرو په شتون اعتراض کوي چې د برما نه ورغلي دي. په برما کې هم بودایي ملتپال مخ په زیاتیدو دي.

د سریلانکا د حکومت ویاند دایاسري جایاسیکارا وایي یو شمیر خلک هڅه کوي چې د فیسبوک له لارې تاوتریخوالي ته لمن ووهي. هغه دا هم وویل چې ددغه ډول اشخاصو په وړاندې به سخت اقدامات وشي.

مسلمانان د سریلانکا د ٢١ میلیون نفوس نهه فیصده دي. بودایان ٧٠ فیصده او تامیلیان چې اکثر یې هندوان دي ددې هیواد شاوخوا ١٣ فیصده نفوس جوړوي.

د دوشنبې په ورځ حکومت پولیس او عسکر سیمې ته استولي او په دوو ولسوالیو کې یې پر گرځیدو بندیز هم لگولی دی.

د سریلانکا حکومت په ٢٠٠٩ کال کې تامیلي جدایي غوښتونکو ته په ماتې ورکولو سره د هغه هیواد ٢٦ کلنه کورنۍ جگړه پای ته ورسوله. ددې هیواد مسلمانو ټولنو هڅه کړې جې د حکومت او تامیلیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې بې طرفه پاته شي.

XS
SM
MD
LG