د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ته له دریو لسیزو وروسته د مصر د یو ولسمشر سفر 


د عراق ولسمشر بهرام صالح د بغداد په هوایي ډګر کې د مصر ولسمشر السیسي ته هرکلی ووایه
د عراق ولسمشر بهرام صالح د بغداد په هوایي ډګر کې د مصر ولسمشر السیسي ته هرکلی ووایه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ جون ۲۷ بغداد ته ورسید. هغه لومړنی مصري مشر دی چې په ۱۹۹۰ کې په کویټ باندې د صدام حسین د یرغل وروسته عراق ته ځي.

په کویټ باندې یرغل د مصر او عراق اړیکې وشلولې، خو پدې وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادو د مقاماتو سفرونو دغه اړیکې ښه کړي دي.

عراق ته د السیسي سفر د مصر، اردن او عراق ترمنځ د څلورو دورو خبرو وروسته کیږي چې هدف یې ددغو دریو عربي هیوادونو ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او تجارتي اړیکو ښه کول او د پانګونې زیاتول دي.

عراق ته د السیسي د رسیدو څخه لږ وروسته د اردن پاچا عبدالله هم بغداد ته ورسید او د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي او ددې هیواد ولسمشر بهرام صالح ورته هرکلی ووایه.

د امریکا متحده ایالات له عراق غواړي چې د عربي هیوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي تر څو پدې هیواد کې د ایران نفوذ راکم شي.

تیر کال الکاظمي، سیسي او عبدالله په عمان کې غونډه درلودله او ټاکل شوی وه چې په اپریل میاشت کې په بغداد کې سره وګوري، خو په مصر کې د ریل ګاډي د ټکر په وجه چې ۹۵ کسان په کې مړه شول، دغه غونډه وځنډول شوه.

پدې وروستیو کلونو کې عراق د اردن او مصر سره د روغتیا او زده کړو په سکتور کې یو لړ تړونونه لاس لیک کړي دي.

د روان کال په فبرورۍ کې مصر له دې هیواد سره د تیلو، سړکونو او کورونو جوړولو او تجارت په برخه کې ۱۵ تړونونه او تفاهم لیکونه لاس لیک کړي دي.

عراق همداشان د یو پایپ لاین د جوړولو پلان لري چې د اردن د سرې بحیرې د عقبه بندر د عراق د بصرې ښار سره وصل کړي. په پام کې دي چې ددې پایپ لاین له لارې به په ورځ کې د عراق یو میلیون بیرل خام تیل اردن صادر شي.

دا رپوټ د رویترز او اسوشیتید پرس اژانسونو د خبرونو په اساس جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG