د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین ختیځ کې د روسیې د توغندیو په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي


چارواکي وایي د اوکراین په ختیځ چسیویار ښار کې روسیې میزایل په یوه ملکي ودانۍ لګیدلي چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو د محلي څانګې چارواکي وایي: «د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۵ کسانو مړي په سیمه کې موندل شوي او پنځه نور له خاورو او تیږو څخه ژوندي راویستل شوي دي.»

دغې ادارې په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ژغورنکي د دریو نورو کسانو سره په تماس کې دي چې ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي.

تر دې دمخه د دونیتسک سیمې والي پاولو کیریلینکو په خپل تیلګرام لیکلي وو چې د ژغورنې عملیات روان دي او «ژغورونکي توانیدلي چې د شپږ تنو جسدونه او پنځه تنه ژوندي له ویجاړیو څخه راوباسي.»

هغه دا هم ویلي چې دغه څلور پوړیزه ودانۍ په روسي میزایل لګیدلې ده او شاوخوا ۳۰ تنه نور کسان تر نړیدلې ودانې لاندې دي.

د فرانس پرس اژانس خبریالانو رپوټ ورکړی چې کله دوی د پیښې ځای ته ورسیدل د ژغورنې عمله د ساحې په پاکولو بوخت وو.

د دغې ودانۍ یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي فرانس پرس ته ویلي چې: «زه په خوب خونه کې وم، بهر راووتلم او هر څه په لړزېدلو او ړنګېدلو شول. هغه څه چې زه یې وژغورلم د چاودنې زور و چې تشناب ته یې ټیله کړم. په وينو لړلی یم. په سختۍ سره بهر راووتلم."

روسیه چې له اوږدې مودې راهیسې د اوکراین د لوګانسک سیمې د ښارونو نیولو هڅه کوي او روسي ځواکونه د دونیتسک پر لور پرمخ روان دي او غواړي د اوکراین په ټول ختیځ دونباس سیمې کنترول ولري.

د دونیتسک سیمې د والي په وینا د هغه وخت راهیسې چې د فبرورۍ په ۲۴ روسیې پر اوکراین باندې یرغل پیل کړی په دونتیتسک کې تر اوسه ۵۹۱ کسان وژل شوي او ۱۵۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG