د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د اژه په سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوې او شپږ پناه غوښتونکي مړه شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (کب لومړۍ نیټه) وویل چې د ترکیې په لویدیځ کې د اژه سیند کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه نور ژغورل شوي دي.

تر اوسه په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو د افغانستان، ایران، پاکستان او سوریې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع اروپا ته د رسېدو په هیله له دغې خطرناکې لارې یونان ته سفرونه کوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي چې "د شپږو ناقانونه کډوالو جسدونه" له اوبو را ایستل شوي دي. هغه ویلي چې د ۲۷ ژغورل شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې ددغو مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوړی دی.

دا پیښه د ازمیر ښار په سواحلو کې شوې چې د اوبو له لارې د یونان له ساموس ټاپو څخه ۱۵ کیلومتره واټن لري. ترکي مقلماتو ویلي، چې د مړه شویو کسانو مړي د پېژندنې لپاره ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هر کال زیان شمیر کښتۍ چې د ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته مهاجر په قاچاقي توګه لیږدوي د اژه په سیند کې ډوبیږي.

د ترکیې د ساحلي ګارد د شمېرو له مخې تېر کال لږ تر لږه ۴۵ کډوال د اژه په سیند کې ډوب شوي او چارواکو د کډوالو د قاچاق په تور ۴۸۴ کسان نیولي دي. دغه راز دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۵۵۴۶۷ کډوال چې په غیر قانوني توګه اروپا ته تللي وو، د ترکیې په اوبو کې نیول شوي دي.

ترکیه اوس مهال د شاوخوا ۴،۴ میلیونو بهرنیو مهاجرو او پناه غوښتونکو کوربه توب کوي، چې له دریو میلیونو څخه زیات یې د سوریې اتباع دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG