د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: له وسله والو سره جګړې کې د پاکستان شپږ سرتېري وژل شوي 


په پاکستان کې مقامات وايي چې نن سه شنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) په جنوبي وزیرستان کې په یوې سختې جګړې کې یې شپږ سرتېري او همدغه راز څلور اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې په یوې اعلامیې کې د دې شپږو سرتیرو وژل کیدل تائید کړي . د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې سرتیرو په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو د پټیدو په یو ځای چاپه اچولې وه چې وروسته جګړه ونښته.

پوځ همدرانګه ویلي چې پدې جګړې کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ژوبل شویدي.

پاکستاني طالبانو بیا ادعا کړې چې په دغې جګړې کې یې ۱۸ پاکستاني عسکر وژلي او په یوې اعلامیې کې یې ادعا کړې ده چې "مجاهدینو د پوځ دوه موټر په بریالي ډول په نښه" کړي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ جنګیالي له افغانستان څخه پاکستان ته داخلېږي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستان څخه غوښتي چې له پاکستاني طالبانو سره دې خپله ستونزه حل کړي او دوی ورسره په دې برخې کې مرستې ته چمتو دي.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د سولې تړون وکړ چې ډیر ونه پایده او بیا یې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه وکړه چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه روان وساتي.

د یکشنبې په ورځ د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې په شمالي وزیرستان کې ۱۱ کارګر ووژل شول.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یو ځانمرګي د چاودیدونکو توکو څخه خپل ډک موټر د پولیسو په یو مرکز کې دننه جومات کې والوځوه او شاوخوا ۱۰۰ تنه یې ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG