د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو د حکومت دوه کاله د افغانانو دپاره 'بشري کړاو' و


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پر افغانستان باندې د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ سره ددې ډلې له خوا ځپنې زیاتې شوي؛ بشري ناورین او د ښځو له حقونو پراخه سرغړونه په دې هېواد کې د میلیونونو وګړو ژوند ګواښي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دوهم کال په درشل کې، د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څیړونکې، فرشته عباسي، د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې د افغانانو ژوند "بشري کړاو" وباله.

میرمن عباسي نن پنجشنبه د اګست ۱۰مه (زمري ۱۹) په یوه اعلامیه کې وویل: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د بشري حقونو په ناورین او بشري کړاو کې ژوند کوي، د طالبانو مشرتابه باید ژر تر ژره د خپل ظالمانه قوانینو او سیاستونو څخه لاس واخلي، او نړیواله ټولنه باید د اوسني کړکیچ مسولیت پر هغو واچوي."

د بشري حقونو ددغه سازمان پّ وینا، په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه سخت کړي، چې له امله یې ښځې او نجونې د زده کړو، تحصیل، کار، تګ راتګ او غونډو له حقه بې برخې شوي دي.

په راپور کې د افغانستان وضعیت "په نړۍ کې تر ټولو بد بشري ناورین" بلل شوی او د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ویل شوي چې د افغانستان دوه پر دریمه برخه نفوس (۲۸ میلیونه وګړي) بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، د اقلیم د بدلون او پراخې بېکارۍ د اغیزو سربیره، د دغه هیواد د اتباعو د خوراکي مصونیت نشتوړالی د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیتونو لامل کڼلی دی او ویلي یې دي چې پدې اقدام سره ډېرو خلکو کارونه له لاسه ورکړي او ښځې بېکاره شوې دي.

د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو په دولتي ادارو کې - پرته له یو څو سکتورونو - د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په کورنيو او بهرنيو غیر دولتي سازمانونو د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او همدارنګه په یو وروستي اقدام کې یې د ښځو د ویښتانو سالونونه هم وتړل.

د بشري حقونو د څار سازمان په باور د طالبانو دغه چلند د ښځو ژوند ته جدي زیان رسولی دی.

میرمن عباسي وويل: "د طالبانو ناوړه سياستونه د ښځو اساسي حقونو ته بشپړه بې پروايي ښيي. د هغوى تګلارې او محدوديتونه نه يوازې هغه ښځې چې فعالې او د حقونو مدافعې دي، بلکې عامو ښځو ته هم زيان رسوي چې د عادي ژوند په لټه کې دي."

د بشري حقونو دغه سازمان له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې د اوسني بشري ناورین د کمولو لپاره لارې چارې ولټوي، خو دا حل لاره باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو د پیاوړتیا لامل نه شي.

پر رسنیو محدودیتونه

د بشري حقونو د څار ډلې دا هم ویلي، چې طالبانو پر رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پراخ سانسور لګولی او د خبریالانو او نورو منتقدینو توقیف یې زیات کړي دي.

د څار ددې ټولنې په راپور کې راغلي: " په سیمه ییزو رسنیو د طالبانو په سختو بندیزونو کې د نړیوالو رسنیو د محتوياتو د خپرولو منع کول شامل دي، چې په افغانستان کې یې معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی."

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې خبریالان او رسنۍ د خپل سره نیونو له وېرې مهم معلومات نه خپروي.

خو تر دې مخکې طالب چارواکو ملت ته د دې ډلې د حکومت د حساب ورکولو د بهیر په پیل کې ویلي و چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو رسنۍ باید داسې مطالب خپاره نه کړي چې نظام ته زیان ورسوي.

غچ اخیستنې

د بشري حقونو د څار سازمان په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو د غړو او یا هم د پخوانیو حکومتي سرتېرو د خپلسرو نیولو، شکنجې او صحرایي اعدامونو راپور ورکړی دی.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال پر افغان شیعه ګانو هدفي بریدونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "په ډیرو مواردو کې دوی هزاره توکمه ډله په نښه کوي، چې اکثره یې شیعه ګان دي او لږ امنیتي خوندیتوب لري او یا هم روغتیايي خدمتونو او نورو مرستو ته لږ لاس رسی لري."

د مهاجرینو حال

د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په زرګونو افغانان چې پخواني دولتي کارکوونکي، سرتېري، ژورنالستان، د مدني او بشري حقونو فعالان هم په کې شامل دي، د طالبانو د غچ له وېرې بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته وتښتیدل.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، دغه کسان چې پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ترکیې ته تللي دي، په سخت حالت کې دي.

د بشري حقونو دغه سازمان ټینګار کړی دی: "د افغانستان په مسله کې ښکیل دولتونه مسوولیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي، هغه افغانان چې د ځورونې یا زیان له خطر سره مخامخ دي واقعي قانوني او خوندي لارو ته لاس رسی ولري. دولتونه باید خپلې ژمنې پوره کړي او د ګواښ سره مخامخ ددغو ډلو د بیا ځای پر ځای کولو لپاره ژر تر ژره عمل وکړي".

فریشته عباسي ټینګار کړی، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکي لري، باید دغه ډله دې ته اړ کړي چې ژر تر ژره خپلې تګلارې بدلې کړي او پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانانو ټول اساسي حقونه بېرته ورکړي او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار ډلې د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG