د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي


د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلی دي.

پېښه نن له غرمې مخکې یوولس بجې د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې د کډوالو په یو کمپ کې پر سراچه موټر شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن سې شنبې د «سلواغې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي چې ټول سړي او ځوانان دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

د سیمې یو اوسېدونکي عابد الله امریکا غږ ته وویل چې ماین په خامه سړک کې ځای پر ځای شوی دی.

پر لویو لارو د ماینونو ښخول یوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي چې د ملګرو ملتونو ادارو د راپورونو له‌مخې د ملکي مرګ ژوبلې یوه لویه برخه د وسله والو لخوا تر ځمکې لاندې ښخ شوي ماینونه دي.

تر دې مخکې د لغمان ولایت مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښار ګوټې څلور لارې کې ماین چاودنې د یو دیني عالم په ګډون څلور تنه وژلي و.

XS
SM
MD
LG