د لاس رسي وړ اتصالات

شپږ پاکستانیان د یو سریلانکايي د وژنې په تور په اعدام محکوم شول


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) پدې هیواد کې اسلام ته په سپکاوي د یو تورن سریلانکايي د وژنې په جرم شپږ تنه په اعدام او په لسګونو نور د بند په مختلفو سزاګانو محکوم کړل.

د تیر کال د ډسمبر په دریمه د پاکستان په سیالکوټ کې یوې ډلې پاریدلو پاکستانیانو د یوې فابریکې سریلانکایي مدیر پرینانتا ډیاوندانا اسلام ته د سپکاوي په تور وواژه.

د دوشنبې په ورځ څارنوالانو وویل چې ددغه سریلانکایي په وژنه د ۸۹ تنو څخه ۸۸ تنه محکوم شول چې شپږ تنو ته یې د مرګ سزا واورول شوه، نهه تنه په عمر قید او نور د پنځو څخه تر دوو کلونو پورې د بند په مختلفو سزاو محکوم شول.

یو عامه څارنوال عبدالروف واټوو د فرانس پرس اژانس ته وویل چې «د څارنوالانو ټیم جدي هڅه وکړه چې محکمې ته خپله دوسیه وړاندې کړي چې محکمه دغه پریکړه وکړي...مونږ په پایلو قانع یو.»

د دغې وژنې پر وخت محلي پولیسو د فرانس پرس اژانس ته ویلي وو، داسې اوازې خپرې شوې وې چې دغه سریلانکایي یو مذهبي اعلان لرې کړی او هغه یې په فاضله داني کې اچولی دی.

یو شمیر وحشتناکې ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوي ښيي چې یو ډله کسان قرباني شوی سریلانکایي پداسې حال کې وهي او ټکوي چې اسلام ته د سپکاوي ضد شعارونه ورکوي.

نورې ویدیوګانې ښيي چې د هغه مړی سوزول کیږي.

ددغه ډلې زیات شمیر غړو خپل هویت پټاوه، خو یو شمیر نورو یې په لمبو کې د سوزیدونکي جسد سره خپل عکسونه اخیستل.


په اعدام باندې د یو محکوم شوي کس مدافع وکیل حافظ اسرالاحق دغه پریکړه «نامناسبه» وګڼله او وویل: «دا د یو ډله ییز تاوتریخوالي دوسیه وه او په داسې مواردو کې د افرادو رول په یقیني توګه نه څرګندیږي.»

د بشري حقونو ډلې اسلام ته د سپکاوي تورونه اکثراُ د شخصي دښمنیو له مخې کیږي چې په پراخه توګه اقلیتونه یې ښکار کیږي.

د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې یوې قهریدلې ډلې د پوهنتون یو محصل مشال خان د محکمې د حکم پرته په انټرنیټ کې اسلام ته د سپکاوي وړ مطالبو په خپرولو تورن او وژلی و.

په ۲۰۱۴ کې یوه عیسوۍ جوړه په پنجاب ایالت کې قرآن ته د سپکاوي په تور ووژل شوه او بیا یې مړي وسوزول شول.

XS
SM
MD
LG