د لاس رسي وړ اتصالات

یوې پاکستانۍ د نجونو د مدرسې ښوونکې مقدساتو ته د سپکاوي په تور ووژله


 
 

په پاکستان کې د نجونو په یوې مدرسې کې یوې ښوونکې او دوو زده کوونکو یوه بله ښوونکې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور ووژله.

په خیبر پښتونخوا کې د ډیره اسماعیل خان پولیس وايي چې دا د مقدساتو حساسې موضوع ته د سپکاوي په تړاو د قتل تازه مورد دی.

پولیسو زیاته کړې چې عمرا امان او دوو خورځو یې د چړې او د لرګیو د ډنډو په مرسته صفورا بي بي د فلاح البینات جامعهٔ اسلامیهٔ مدرسې دخولي دروازې سره وژلې ده.

د پولیسو یوه سیمه ایز چارواکي صغیر احمد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې صفورا بي بي وروسته له هغه ژوند له لاسه ورکړ چې ستونی یې په چاړه پرې شوی وو. هغه زیاته کړه چې بریدګرې میرمنې له خپلو دوو خورځو سره برید له وړاندې پلان کړی وو.

دغو نجونو پولیسو ته ویلي دي چې د هغوی یوه خپل په خوب کې لیدلي وو چې صفورا بي بي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی دی، اوس پولیس څیړنه کوي چې آیا هغوی له خپلې دې همکاري سره کومه دښمني درلوده که نه.

په پاکستان کې دیني مدرسې له ډیره وخته د بیوزلو کورنیو د ماشومانو لپاره حیاتي منبع شمیرل کیږي. خو منتقدین وایي چې تندلارې ښوونکي په دې مدرسو کې د ماشومانو ذهنونه بدلوي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې د پاکستان د مقدساتو د سپکاوي له قوانینو څخه ډیره ځله د شخصي دښمنیو لپاره کار اخیستل شوی دی.

تیر کال یوه ډله کسانو په یوې فابریکه کې یو سریلانکایي کس مقدساتو ته د سپکاوي په تور تر وهلو ټکولو وروسته وواژه.

د پاکستان د ټولنیز عدالت د مرکز د معلوماتو له مخې، تیر کال په هغه هیواد کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور ۸۴ کسان تورن شوي او لږ تر لږه درې کسان په ورته قضایاوو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG