د ترکیې مقامات وايي شپږ پوځیان یې دوشنبې نومبر نهمه (لیندۍ ۱۹) هغه مهال مړه شول چې په لویدیځ اسپارتا ولایت کې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې دوو هلیکوپترو ټکر وکړ.
د اسپارتا والي عبدالله ارین وویل: "د تمریني پرواز پر مهال دوه هلیکوپترې له یو بل سره وجنګېدلې او یوه یې پر ځمکه ولوېده. "
د اسپارتا والي او د ترکیې د دفاع وزارت وړاندې د قربانیانو شمېر پنځه ښودلی و خو دغه شمېر یې وروسته له هغه شپږ ته لوړ کړ چې یو ژوبل پوځي په روغتون کې مړ شو.
چارواکو د پېښې علت ندی په ډاګه کړی.
په پېښه کې شامله د UH-1 ډوله یوه هلیکوپتره توانېدلې چې په مصؤنه توګه پر ځمکه کښیني.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه