د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو شپاړسمه پېښه په هلمند کې ثبت شوه


د افغانستان روغتیایي چارواکي وایي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ماشوم کورنۍ د هلمند ولایت د نوازد ولسوالۍ په انځر شالۍسیمه کې چې د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، ژوند کوي.

هغه وویل" ګوزڼ وهلې ماشوم څلور کالهعمر لري، چې یوازې دوه ځله یې اکسین اخیستي دی. له تیر یوهْ کال راهیسې وسله والو طالبانو د هلمند په نوازد ولسوالۍ کېد پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی، ".

بلخواه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونود ملاتړ ادارې ( یونیسف) د پولیو د برخې ویاند سید کمال شاه امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، په محیط کې د پولیو د ویروس خطر زیات دی او د واکسین څاڅکي باید هر ځل په منظم ډول ماشومانو ته ورسیږي.

ده وویل" هر ځل او دهر کمپاین پر مهال باید د هدف وړ ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي، که یې د ګوزڼ ضد څاڅکي اخیستي وي او که نه وي، ځکه په میحط د پولیو ویروس موجود دی او کولی شي د نورو ماشومانو روغتیا ته هم خطر پيښ کړي".

سید کمال شاه زیاته کړه، د پولیو ویروسمخه هغه مهال نیول کیدای شي، چې په دې برخه کې دیني عالمان، قومي مشران او د کورنۍ غړي د پولیو واکسین په تطبیق کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پيښو شمير شپاړلس ته ورسید،چې ۸ پيښې په کندهار، ۳ په کونړ، ۲ په ننګرهار، یوه په اروزګان او ۲ پيښې هم په هلمند ولایت کې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG