د روان ژمي په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان بامیان ولایت کې د سکي سیالي ترسره شوه.
د سولې جام په نامه دغه سیالۍ کې لږ تر لږه ۶۰ ورزشکارانو په درې څانګو یعنې نجونو، ځوانانو او تنکي ځوانانو کې پای ته ورسیده.
له دې سره چې د بامیانو په شمول د افغانستان یو شمېر نورو لایتونو کې هم د سکي لپاره ښه زمینه برابره ده خو د یاد ورزش د اسانتیاو کمښت د سکي ورزشکارانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
په بامیانو کې د سکي لوبغاړي سید علي جان په دې اړه امریکا غږ ته ویلي: "په ژمي موسم کې بامیانو کې ښه واوره شته زه هم دې لوبې سره ډېره مینه لرم خو موږ د سکي وسایل نلرو."
له دې سربېره افغانستان کې د جنګ نه ختمېدل او کرونا ویروس خورېدل بامیانو کې د سکي لوبې هم تر یوه حده ټکنۍ کړي دي.
د افغانستان د سکي ملي لوبغاړي سجاد حسیني په دې اړه ویلي: "په پام کې وه چې یو شمېر بهرني سکي لوبغاړي بامیانو ته راشي خو د امنیتي ګواښونو له کبله دغه کار ونشو."
بامیان د ډېرې واورې د ورېدو له کبله سکي لوبې لپاره یو تر ټولو ښه ولایت بلل شوی.
د افغانستان د سکي فډراسیون چارواکي وايي چې په پام کې ده چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې بامیانو کې د سکي لوبې په لویه کچه سیالي ترسره کړي.
د دوی په وینا ښايي بهرني لوبغاړي هم دغو سیالیو کې ګډون وکړي.