د هند د پارلمان غونډه د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په تالار کې د دود رامنځته کېدو له کبله وځنډول شوه.
چارواکو ویلي، دوه کسان له امنیتي پوستو په تیرېدو بریالي شوي او د پارلمان په ودانۍ کې یې د دود ایجادوونکې اله ایښې ده.
دا کسان وروسته له هغه د امنیتي مسئولینو له خوا ونیول شول چې یوه یې له یو بالکون څخه د ولسي جرګې تالار ته ټوپ کړل.
د پېښې په تړاو ټول څلور کسان نیول شوي دي.
د پارلمان د غونډې د جریان په یوې خپرې شوې رسمي ویډیو کې هیښ شوي وکیلان ښودل کیږي، په داسې حال کې چې یو سړی د میزونو پر سر ټوپونه وهي، شعارونه ورکوي او وروسته داسې اله فعالوي چې په تالار کې ژېړ رنګی دود خپروي.
په نوي ډیلي کې پولیسو لا تر اوسه د پیښې په اړه نور جزئیات ندي خپاره کړي او نه دي ویل شوي چې ددغو کسانو انګیزه څه وه او څنګه توانېدلي چې له امنیتي پوستو تیر شي.
پارلمان د لنډ ځنډ وروسته بیا پیل شو. د پارلمان رئیس اوم برلا وکیلانو ته وویل چې د ګډوډۍ رامنځته کولو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
هغه وويل: "دواړه کسان نيول شوي او دوه نور بهر هم نيول شوي دي... [پارلمان] بشپړه څیړنه کوي او د ډیلي پولیسو ته هم اړینې لارښوونې ورکړل شوي دي."
هغه زیاته کړه چې "د اندیښنې وړ څه نشته" او قانون جوړونکو ته یې ډاډ ورکړ چې دغه دود د انسان روغتیا ته خطرناک ندی.
وکیل حنومان بینیوال وویل، "دې جدي پیښې" د هند د نوي پارلمان د امنیت په اړه پوښتنې راپورته کړې چې د دې کال په پیل کې د صدراعظم نریندرا مودي لخوا پرانیستل شو.
بینیوال وویل چې د پیښې په وخت کې شاوخوا ۱۵۰ وکیلان په مجلس کې وو او د پیښې په اړه یې د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.
په نوي ډیلي کې ۲۲ کاله وړاندې هم په همدې ورځ د پارلمان په پخوانۍ ودانۍ وسله والو په داسې حال کې برید کړی و چې د پارلمان غونډې دوام درلود.
په هغه برید کې اته امنیت ساتونکي وژل شوي وو. مودي د چهارشنبې په سهار د دې برید قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.
هغه وويل: "د خطرونو په مقابل کې د دوی زړورتيا او قربانۍ به د تل لپاره زموږ د ملت په حافظه کې پاتې شي."
فورم \ دبحث خونه