د لاس رسي وړ اتصالات

نوی صابوني قلم ماشومان لاس پریمنځلو ته هڅوي


په ۲۰۱۲ په مانیلا کې د یو ښوونخی ماشومان د نړیوالې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په ګډه خپل لاسونه پریمنځي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول مرکز وایې چې په تودو اوبو او صابون د لاسونو پر مينځلو شل ثانیې تېرول د شاوخوا یو میلیون ماشومانو ناروغۍ کمولی شي.

دوه هندي ښځې د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۱۵) چې د لاسونو پریمنځلو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري د "سوپن" په نامه یو صابوني رنګه قلم معرفي کوي چې ماشومانو ته ساعت تیرۍ برابروي.

د "سوپن" په نامه ددغه رنګه قلم هدف دادی چې ښوونکو، کورنیو او زده کوونکو ته د لاسونو پریمنځلو اهمیت او اړتیا په ګوته کړي.

دا ماشومان هڅوي چې لاسونه په صابون په ښه او منظم ډول پریمنځي او د دغه کار څخه خوند او ګټه واخلي.

نوی صابوني قلم ماشومان لاس پریمنځلو ته هڅوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

XS
SM
MD
LG