د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال ستوری رونالډو د سپینې ماڼۍ په میلمستیا کې


د پرتګال د فوټبال د ملي لوبډلې مشهور نړیوال ستوری کریسټیانو رونالډو د سپینې ماڼۍ په ماښامنۍ او میلمستیا کې د هغو لوړ پوړو میلمنو په منځ کې و، چې ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان لپاره ترتیب کړې وه.

ولسمشر ټرمپ د ډوډۍ په مهال میلمنو ته وویل: «دا خونه د نړۍ د سترو مشرانو څخه ډکه ده، که د تجارت د برخې دي او که د ورزش. زما زوی (بارون) د رونالډو غټ مینه وال دی، هغه چې هر ځای وي. بارون له هغه سره ولیدل او زه فکر کوم اوس به لږ ډېر د خپل پلار درناوی وکړي.»

کریسټیانو رونالډو له ۲۰۲۲ کال راهېسې په سعودي عربستان کې د النصر فوټبال کلب ته لوبېږي، راپورونه وايي چې دا کلب رونالډو ته د کال ۲۰۰ میلیون ډالر ورکوي.

رونالډو به په ۲۰۲۶ کال کې د فوټبال په نړیوال جام کې د خپل هېواد پرتګال لپاره هم ولوبېږي، د فوټبال نړیوال جام په متحدو ایالتونو، مکسیکو او کاناډا کې کېږي.

رونالډو ویلي دي چې دا به یې د فوټبال وروستی نړیوال جام وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG