د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر اروپايي هېوادونو خپل هوايي حریم کې د روسیې پروازونه بند کړل


یو شمیر اروپایي هیوادونو پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په اعتراض کې د روسي پروازونو لپاره خپل هوایي حریم تړلی دی.

په یوه تازه پیښه کې د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو، وویل چې هیواد یې تصمیم لري چې خپل هوایي حریم په بشپړه توګه د روسي الوتنو په مخ وتړي.

د بلجیم صدراعظم زیاته کړه چې د اروپا آسمان د هغو پرمخ پرانستی ندی چې د ظلمونو او تېریو په لټه کې دي.

له دې دمخه بلغاریا، آیسلنډ، پولنډ، چک جمهوریت، استونیا، لتویا، لتوانیا، جرمني، سلوانیا، فنلنډ او ډنمارک هم ورته اقدامات کړي و.

ډنمارک او سویډن هم ویلي چې د روسي پروازونو پرمخ د خپل هوایي حریم تړلو ته تیاری نیسي.

ددغو اقداماتو په ځواب کې روسیې هم اروپایي بالتیک هیوادونو پرمخ خپل هوایي حریم وتاړه.

خو بیا هم اروپایي ټولنې په مجموغي توګه د روسي پروازونو بندیدل ندي اعلان کړي او ددې اتحادیې غړي هیوادونو په انفرادي توګه اقدام کړی دی.

د اروپایي ټولنې یو مقام وویل چې د روسي پروازونو پرمخ جمعي تصمیم او پدې اړه د مسکو غچ اخیستنه د هوایي مسافرتونو لپاره به جدي پایلې ولري.

له دې دمخه د جرمني، بلجیم، یونان، او هالنډ په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو اعلان کړی و چې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیاو د لوړولو لپاره دې هیواد ته د ټانک ضد آرپي‌جي راکټونه او د الوتکو ضد ستټنګر، د سون مواد او جنګي تجهیزات برابروي.

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د اوکراین پر وړاندې د یرغل له پیل کیدو وروسته نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې د کړنو په وړاندې هر ډول مداخله به "د داسې پالیلو سبب شي چې هغوی هیڅکله ندي لیدلي".

XS
SM
MD
LG