د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړه پایتخت کیف ته رسیدلې؛ زلینسکي وایي تسلیم به نشي


په اوکراین کې چارواکي وایي د یرغل په دریمې ورځې نږدې ۲ سوه عام خلک وژل شوي.
په اوکراین کې چارواکي وایي د یرغل په دریمې ورځې نږدې ۲ سوه عام خلک وژل شوي.

روسي او اوکرایني ځواکونه د پایتخت کیف د کنټرول لپاره پداسې حال کې په یو بل ډزې کوي چې د اوکراین جمهور رئیس ویلي هیڅکله به تسلیم نشي.

ولادمیر زلینسکي په یو ویډیویي پیغام کې چې په ټویټر کې یې خپور کړی، پوځي ډوله جامې اغوستې او ستومانه ښکاري خو اراده یې کلکه ښکاري.

هغه پدې پیغام کې ویلي، "زه دلته یم. مونږ به وسلې په ځمکه کښينږدو. د خپل هیواد دفاع کوو ځکه چې زمونږ وسله حقیقت دی. زمونږ حقیقت دا دی چې دا زمونږ خاوره ، زمونږ هیواد او زمونږ ماشومان دي او مونږ به د ټولو حفاظت کوو".

د اوکراین د جمهور رئیس ددې پیغام څخه وړاندې روسیې ویلي و که د اوکراین پوځ تسلیم شي او خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي، مسکو خبرو ته چمتو دی.

په اوکراین کې چارواکي وایي چې د روسیې د یرغل په دریمه ورځ د ماشومانو په ګډون ۱۹۸ ملکیان وژل شوي.

د پایتخت کیف اوسیدونکو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټوله شپه یې د چاودنو او ډزو غږونه اوریدلي.

په همدې حال کې د کیف ښاروال ویتالي کلیتسچکو ویلي چې یو توغندی د خلکو د اوسیدو په ځای لګیدلی خود مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي. ښاروال ویلي چې تیره شپه سخته وه خو په پایتخت کیف کې روسي ځواکونه نشته.

ښاغلي کلیتسچکو چې د نړۍ د بکسینک د درانده وزن پخواني اتل دی همداشان ویلي چې، " دښمن کوښښ کوي ښار ته ننوزي، په ځانګړې توګه د ګوسوتومیل زایتومایر د خوا څخه،خو مخه یې نیول شوې".

په عین حال کې د اوکراین د دفاع وزارت وایي چې د هیواد په ختیځه برخه کې د روسیې یو هیلی کوپتر او یوه بم غورځونکې نظامي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې. وزارت همدرارنګه ویلي چې د روسیې یوه بله ترانسپورتي الوتکه یې هم ویشتلې.

ها خوا د اوکراین د جمهور رئیس یو سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي چې په اوکراین د یرغل د پیل راهیسې څه باندې ۳۵۰۰ روسي عسکر وژل شوي او تقریباً دوه سوه یې ژوندي نیول شوي خو د خپلې ادعا په هکله یې هیڅ ډول ثبوت ندی ورکړی او روسیې هم تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

د نړۍ غبرګونونه:

سره لدې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت ویلي و چې غواړي دا ګاونډی هیواد غیرې نظامي او نازیانو د مفکورې څخه پاک کړي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د خبرو لپاره د اوکراین د پوځ تسلیمدل غوښتي خو معلومه نده چې د اوکراین پوځ به په یوازې ځان تر کومه بریده د روسیې د قوي پوځ په مقابل کې جګړه وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون خبرداری ورکړی چې نړۍ باید په اوکراین کې د اوږدې جګړې لپاره چمتوالی ولري.

ښاغلي مکرون ویلي، " کړکیچ به پای ته ورسیږي. جګړه به پای ته ورسیږي خو ټول هغه ناورینونه چې تر دې وروسته پیدا کیږي، پایدار عواقب به ولري. مونږ باید چمتو اوسو".

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم په ټویټر کې د فرانسې د جمهور رئیس سره د خبرو څخه وروسته لیکلي، "د شریکانو څخه مننه کوم چې وسلې او تجهیزات رالیږي".

په ورته وخت کې متحده ایالاتو، کاناډا، بریتانیې او اروپایي اتحادیې د جمهور رئیس پوتین او بهرنیو چارو وزیر لاوروف په ګډون په روسیې نور بندیزونه هم ولګول.

XS
SM
MD
LG