د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ځینې وزیرستاني کورنۍ ماشومانو ته واکسین نه کوي


Waziristan Refugees camp Khust
Waziristan Refugees camp Khust

د پکتیکا ولایت روغتیاي چارواکي وايي، چې په دې ولایتکې مېشت ځينې وزيرستاني کډوال خپلو ماشومانو ته د پوليو د واکسين له ورکړې ډډه کوي او د کمپاين پرمهال خپل ماشومان پټ ساتي.

دوی زیاتوي، زياتره وزیرستاني ګډوال د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې میشت دي، که څه هم په دې ولسوالۍ کې د عامه پوهاوي پروګرام پلی کیږي خو لا هم د ځایي خلکو او وزیرستانې کډوالو له ۲۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته د بېلابېلو علتونهپه اساس د پولیو ضد واکسین د دوی د کورنیو له لوري نه ورکول کیږي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې په برمل ولسوالۍ کې له پولیو واکسین څخه د انکاري کورنیو شمیرد پخوا په پرتله کم شوی او لا هم هڅه کوي، څو دا شمیر صفر ته راکم کړي.

هغه وويل"د برمل په ولسوالۍ کې د واکسین نه منونکې اوس کم شوي او زیاتره ماشومان یې واکسین کیږي، مونږ هم په ټولو لارو کې خپل ټیمونه ورته مؤظف کړي وو او ځینو یې بېرته وزسرستان ته کډه وکړي".

همت همدا راز وویل د دې لپاره، چې کډوال د واکسين په ګټو وپوهول شي، خپل پروګرامونه يې پراخ کړي دي.

که څه هم مونږ هڅه وکړه چې له دغو انکاري کورنیو څخه د پولیو واکسین د نه کولو د لامل پوښتنه وکړو، خو دوی له خبرو کوله ډډه وکړه، مګر یو شمېر نور وزيرستاني کډوال د واکسین د نه کولو يواځنی لامل د دغو خلکو د عامه پوهاوي ټیټوالی بولي.

یوتن وزیرستانې کډوال علي خان وایي چې د پولیو واکسین په ګټو نه پوهیږي.

ده وویل"کله چې په غرو کې ستر شوي یو، په دې څه پوهېږو، چې دا څه شی دي؟. که په ګټه يې پوه شو، بيا خو يې هيڅکله مخالفت نه کوو".

خو بل لور ته بیا یو بل وزیرستانی کډوال سائل جان د یو پولیو وهلي ماشومام په هکله داسې وایي.

"موږ ډېر په خپلو سترګو ولېدل، چې پوليو ووهل. د چا پښه فلج ده، د چا لاس او د چا لاسونه او پښې دواړه فلج شوې دي. زه وايم، چې څوک دې له واکسين څخه انکار نه کوي، دا ښه شئ دی".

د روان مېلادې کال له پیل څخه تر اوسهپه افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نهه مثبت پېښي ثبت شوي چې پنځه یې په کندهار، دوه یې په کنړ، یوه هلمند او یو همپه ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG