د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د خاشقجي په هکله د سعودي د دریځ نه مطمین نه یم


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې په ترکیې کې د سعودي خبریال د وژنې په اړه چې سعودي عربستان څه ویلي دی، د هغې نه مطمین ندی خو نه غواړي چې د سعودي پانگه اچونه بنده شي.

ټرمپ وویل چې هغه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړیدي. هغه وویل چې سعودي عربستان او ترکیې ته یې تحقیقاتې ډلې لیږلې دي، هغوي د قتل په اړه تحقیقات کوي خو چې کله هغوي بیرته راشي نو پدغه اړه به زیات پوهه شي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "ما چې څه اوریدلې دي، د هغې نه زیات مطمین نه یم. نه غواړم چې سعودي په امریکا کې کومه سرمایه کاري کوي د هغې نه لاس واخلم خو مونږ به د دې پیښې بشپړ تحقیق کوو."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د دې نه مخکې هم ویلي و چې نه غواړي د سعودي عربستان سره د خبریال جمال خاشقجي د قتل په مسله اقتصادي اړیکې وشلوي او یا په سعودي اقتصادي بندیزونه ولگوي.

جمال خاشقجي د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري ته له داخلیدو ورورسته بیرته راونه وت. سعودي عربستان په اوله کې د هغه د قتل په اړه تورونه بی اساسه وبلل خو د نړیوالو د فشار نه وروسته یې دا ومنله چې هغه په قونصلگرۍ کې وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG