د لاس رسي وړ اتصالات

د فلپین د پخواني دیکتاتور زوی د دغه هېواد ولسمشر شو 


د فلیپین د پخواني دیکتاتور فردیناند مارکوس، زوی نن د مۍ په ۱۰ (غوایي ۲۰) پداسې حال کې د لومړنیو شمیرو له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شو. فلیپینیان پدې باور دي چې دغه کورنۍ به وکړای شي پدې هیواد کې فقر راکم کړي.

دا پداسې حال کې دي چې ددې هیواد خلکو په فلیپین کې د فساد د بیا راتګ او د دموکراسۍ د کمزوري کیدو په اړه خبرداري له پامه وغورځوه او فردیناند "بونګبونګ" مارکوس جونییر یې جمهوري ریاست ته ورساوه.

د لومړنیو شمیرو له مخې فردیناند مارکوس د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ۵۶ فیصده رایو په ګټلو سره د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو او د هغه سیال لیني روبیردو، د هغه څخه دوه برابره کمې رایې ترلاسه کړي دي.

د مارکوس کورنۍ چې د جمهوري ریاست څخه په یوې منفورې کورنۍ اوښتې وه اوس د څو لسیزو وروسته یو ځل بیا جمهوري ریاست ته ورسیدله.

د مارکوس بونګ‌بونګ بریالیتوب میلیونونو فلیپینیان ناهیلي کړل چې هڅه یې کوله د پخواني ولسمشر رادریګو دوتیرته، شپږ کلنه دیکتاتوري ډوله دوره پای ته ورسوي. د جمهور رئیس دوتیرته لور سارا، د نوي ولسمشر مارکوس د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده.

پخوانی ولسمشر فردیناند مارکوس او میرمن یې ایمیلدا مارکوس د ۱۹۸۶ کال د ولسي پاڅون په نتیجه کې له هیواد څخه جلا وطن شول.

د مارکوس کورنۍ د ۱۰ میلیارد ډالرو په غلا کولو تورنه ده، خو یو را یورکوونکي وویل که داسې وای د پخواني ولسمشر د کورنۍ غړي به په زندان کې وای.

مارکوس بونگ‌بونگ چې د بریتاینیا د آکسفورډ پوهنتون څخه فارغ شوی وکړای شول د خلکو په غوسې او اقتصادي مشکلاتو تمرکز وکړي او واک ته ورسیږي.

د یوې نظر پوښتنې له مخې شاوخوا ۴۳ فیصده فلیپینیان ځان فقیر او ۳۹ فیصده نور ځانونه د فقیرانو په کتار کې حسابوي.

ښاغلي مارکوس چې تیره شپه یې د خپل انتخاباتي مرکز څخه وینا کوله د خپل کمپاین له رضاکارانو مننه وکړه، خو خپله یې یې اعلان نکړه.

تائید شوې رایې د مۍ په ۲۸ اعلانیږي، خو د لومړنیو شمیرو له مخې ښاغلی مارکوس د خپل سیال په پرتله ۱۶ میلیونه زیاتې رایې ګټلې دي.

۵۷ کلن مارکوس ژمنه کړې چې هغو ناوړه سیاستونو ته به شا کړي چې له اوږدې مودې راهیسې ددې هیواد دموکراسي یې فاسده کړې ده.

پدغو ټاکنو کې د درغلیو رپوټونه پداسې حال کې ورکړل شوي چې د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د ستونزو سره سره په یو لړ ماشینونو کې تر اوسه د رایو راټولونه او شمیرنه سمه روانه ده.

XS
SM
MD
LG