د لاس رسي وړ اتصالات

پر خبریالانو د محدودیتونو دوام؛ طالبانو پنجشیر کې د ژوندیو موجوداتو تصویر خپرول بند کړل


د امربالمعروف او نهی عن المنکرقانون محتسبینو ته ددې واک ورکوي چې د یوې رسنۍ د پروګرامونو له محتویاتو څخه د ژوندیو موجوداتو تصویرونه لیرې کړي او په کې لاس وهنه وکړي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکرقانون محتسبینو ته ددې واک ورکوي چې د یوې رسنۍ د پروګرامونو له محتویاتو څخه د ژوندیو موجوداتو تصویرونه لیرې کړي او په کې لاس وهنه وکړي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې د پنجشیر ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دغه ولایت کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر خپرول او د عکس اخیستل او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپرولو باندې بندیز لګولی دی.

په پنجشیر ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې چې په راپور کې یې د خپل نوم د ښودلو څخه ډډه وکړه د شنبې په ورځ جنورۍ څلورم (مرغومې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې دا لارښود درې ورځې دمخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا په دغه ولایت کې خبریالانو ته اعلان شوی او له هغوی غوښتل شوي چې دغې لارښونې ته پابند پاتې شي.

د راپورونو له مخې اوس مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د څو محدودو ساعتونو لپاره پنجشیر ولایت کې خپرونې کوي او پر دغه ولایت باندې د طالبانو د کنټرول ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې هیڅ کومه خصوصي رسنۍ په پنجشیر کې فعالیت نلري.

د پنجشیر په ولایت کې د یوې سیمه ییزې ادارې کارکوونکي حسیب الله (مستعار نوم) امریکا غږ ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو ددغه ولایت ډیرو ولایتي ادارو ته مراجعه کړې او د ولایت له سیمه ییزو کارکوونکو یې غوښتي چې د عکس د اخیستلو او ژوندیو موجوداتو د تصویر له اخیستلو او خپرولو دې ډډه وکړي. هغه وویل چې طالبانو خبرداری ورکړی چې ددې پریکړې څخه سرغړونکو سره به د جدي چلند څخه کار واخلي.

د پنجشیر په ولایت کې یو شمیر اوسیدونکو ادعا کوي چې ددې پریکړې دمخه هم له یو کال څخه زیاته موده کیږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د عکسونو او ویډیوي تصویرونو د خپریدو د مخنیوي لپاره د ځیرکو تیلیفونو څخه ګټه اخیستنه منع کړې او دا پریکړه لا هم پرخپل ځای ده.

ددې دمخه د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو شمیر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو په تصویرونو خپرولو باندې پر بندیز اندیښنه ښودلې وه. دغه مرکز ویلي چې د امربالمعروف د نوي قانون پلي کیدل د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسینو ته پراخه واک ورکوي ترڅو پر دغه قانون باندې په اتکا سره د افغانستان پر خلکو په ځانګړي ډول خبریالانو او رسنیو باندې خپلې غوښتنې ومني.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ (زمري لسم) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ چې د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱) د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا یې نافذیدل اعلان شو.

په دغه قانون کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ، محتسبینو ته ددې واک ورکړل شوی چې د یوې رسنۍ د پروګرامونو له محتویاتو څخه د ژوندیو موجوداتو تصویرونه لیرې کړي. د دغه قانون د پلي کیدو وروسته لږ ترلږه په پنځه ولایتونو کې د دولتي تلویزیون " ملي تلویزیون" د ولایتي څانګو په ګډون تلویزیوني خپرونې بندې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ژمنه کړې، چې دا قانون به په ټول افغانستان کې په تدریجي ډول تطبیق کوي

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واک تر لاسه کړی اوپر دغې مودې کې یې پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي دي او هغه رسنۍ چې لا هم فعالې دي له اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو د یو راپور له مخې، د طالبانو د حکمونو په پایله کې رامنځته شوې کلتوري او ټولنیزې ستونزې د دې لامل شوې چې په افغانستان کې رسنۍ په ځان سانسور ولګوي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی، له ۱۲ زرړ خبریالانو څخه، دوه پر دریمه برخه یې دندې له لاسه ورکړي او یا یې دندې پریښي دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG