د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا ولسمشر: شمالي کوریا اټومي بې وسلې کولو ته تیاره ده


د جنوبي کوریا جمهور رئیس وایي د شمالي کوریا مشر هوډمن دی چې ټولې اټومي وسلې او د هغه اړوند مواد او تاسیسات د بشپړه اټومي بې وسلې کولو لپاره له منځه یوسي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس موون جي ان، د جمعې په ورځ د بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل "د اټومي بې وسلې کیدو نه د ښاغلي کیم هدف دادی چې هغه غواړي د میزایلو او اټومي اضافي ازموینې ودروي وروسته بیا هغه دستگاوی چې هلته اټومي وسلې او میزان په کې تولیدیږي او همداشان خپلې ټولې اټومي وسلې له منځه یوسي."

د دوو کوریاو د مشرانو د دریم ځلي لیدنې کتنې وروسته ښاغلي موون وویل چې پیونگ یانگ تیار و چې د میزایل د ساحې د ورانولو د کتنې لپاره نړیوال متخصصین راوبولي او که واشنگټن ورته اقدام وکړي د یونگ بایون عمده اټومي اډه به وتړي.

د امریکا د جمهور رئیس او د شمالي کوریا د مشر دوهمې لیدنې کتنې ته هڅې روانې دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ ددې لیدنې د تیاري لپاره پیونگ یانگ ته تللی و.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې د امریکا د منځمهاله انتخاباتو وروسته چې ټاکل شوې د نومبر په شپږمه وشي د دوهم ځل لپاره د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون، سره وگوري.

د ښاغلي ټرمپ او کیم جونگ اون لومړۍ لیدنه کتنه د ٢٠١٨ کال د جون په ١٢ په سینگاپور کې وشوه.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې د واشنگټن او پوینگ یانگ ترمنځ په کتنه کې د پام وړ پرمختیاوی شوي دي.

پدې ترڅ کې جنوبي کوریا د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ١٠) هغه بندیزونه چې په ٢٠١٠ کې یې پر شمالي کوریا لگولي وو لغو کړل. دغه بندیزونه د شمالي کوریا د سمندري قواو د برید وروسته لگول شوي وو. پدې برید کې د جنوبي کوریا د سمندري قواو ۴٥ پوځیان ووژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG