د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د امریکایي مړو شویو سرتیرو پاتې شونې امریکا ته ورکړل


ټرمپ د شمالي کوریا له مشر نه مننه وکړه چې د تلف شویو امریکایي سرتیرو د جسدونو پاتې شوني یې د امریکا متحده ایالاتو ته ورکړل.

شمالي کوریا ٥٥ کوچني بکسونه چې د امریکا بیرغ ترې تاو و، د جمعې په ورځ امریکایي مقاماتو ته وسپارل. پدغو بکسونو د کوریا په جګړې کې د امریکا د وژل شویو سرتیرو پاتې شونې اچول شوې وې.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل ټویټر کې د دغه اقدام په خاطر د شمالي کوریا د مشر كيم جونگ اون، نه مننه کړې او لیکلي یې دي "وروسته له څو کلونو به ډیرو کورنیو ته یوه ستره شیبه وي. کیم جونگ اون، مننه".

سپینه ماڼۍ دغه اقدام د شمالي کوریا له لورې یو مثبت گام او بدلون گڼلی چې د متحده ایالتو د هڅونې سبب شوی دی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا سرتیرو د پاتې شونو د راوړلو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه د شمالي کوریا د ونسان سیمې ته تللې وه او د امریکایي سرتیرو پاتې شونې یې په جنوبي کوریا کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې ته انتقال کړل چې بیا د امریکا د متحده ایالاتو هاوایي ایالت ته انتقالیږي.

دغه امریکایي سرتیري د ١٩٥٠ نه تر ١٩٥٣ پورې د کوریا په جگړه کې لادرکه شوي وو.

د لسگونو زرو امریکایي سرتیرو له جملې نه چې د کوریا په جگړه کې یې گډون کړی و شاوخوا ۷۷۰۰ امریکایي سرتیري ورک شوي وو او باور کیږي چې اوس هم د ٥٣٠٠ امریکایي سرتیرو پاتې شونې په شمالي کوریا کې پاته دي.

د شمالي کوریا په جگړه کې د ٣٦٠٠٠ امریکایي سرتیرو په گډون په میلیونونو کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG