له هغه وروسته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سویلي کوریا سره د پوځي تمرینونو د پام وړ کمولو لارښوونه وکړه، سویلي کوریا د متحدو ایالتونو او شمالي کوریا ترمنځ د خبرو اترو هیله څرګنده کړې ده.
سویلي کوریا هیله ښودلې ده چې د ولسمشر ټرمپ او شماليکوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ دوستانه اړیکې د کوریا په ټاپوزمې کې د سولې او ثبات لپاره خبرو ته لاره هوار کړي.
د جنوبي کوریا رسنیو د دغه هېواد د ولسمشرۍ د دفتر د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړی دی چې سویل همدغه راز ژمنه کړې ده چې د سولې په هڅو کې به همکاري کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي: «موږ به له متحدو ایالتونو سره په همکارۍ د سوله کوونکي په توګه ضروري دیپلوماتیک اقدامات وکړو.»
تر دې یوه ورځ مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشېل شبکې کې ولیکل چې خپل د جګړې وزیر پیټ هګسیټ ته یې لارښوونه کړې ده، چې د «اولچي د ازادۍ سپر ۱۱ ورځني تمرینونه» چې په دوشنبه پیل کېږي، کم کړي.
ولسمشر ټرمپ همدغه راز لیکلي دي کله یې چې د جنوبي کوریا له ولسمشر څخه وغوښتل چې «غواړي د ایران د اسلامي جمهوریت په بې اتومي کولو کې ورسره یو ځای شي،» هغه ورته وویل: « نه، مننه».
ولسمشر ټرمپ وايي دا پرېکړه یې له کیم جونګ اون سره د خپلو «ډېرو ښو اړیکو» او د تمرینونو د لګښت له کبله کړې ده.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: « دا تمرینات یوازې دا نه چې ډېر ګران پریوځي، چې ډېره برخه لګښتونه یې د (تل په څېر!) متحدو ایالتونو ورکړي، بلکې یو داسې هېواد ته هم غلیمانه پیغام انتقالوي، چې له کومې ورځې څخه ډونالډ جې ټرمپ ولسمشر دی، ګواښ نه دی او با احترامه پاتې شوی.»
ولسشر ټرمپ او کیم جونګ اون د ښاغلي ټرمپ په لومړي دور کې درې ځلې ولیدل. ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ له کیم جون اون سره خپل یو ګډ تصویر خپور کړی او لیکلي دي: «زه او کیم جونګ اون عالي تعامل لرو.»
شمالي کوریا تل د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونه غندلي او هغه یې شمالي کوریا ته یو ګواښ ګڼلی. شمالي کوریا تل دغو پوځي تمرینونو په ځواب کې د میزایلو ازموینې کړې، چې وروستۍ یې تېره اونۍ د جاپان په اوبو کې د بالستیک میزایل توغول وو.
فورم \ دبحث خونه