د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ جنوبي کوریا کې پارلماني انتخابات وشول


جنوبي کوریا د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مبارزې په ترڅ کې پدې هیواد کې پارلماني انتخابات وکړل.

پداسې حال کې چې جنوبي کوریا لا هم د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي هڅه کوي، ددې هیواد مقاماتو نن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۷) پارلماني انتخابات ترسره کړل.

د جنوبي کوریا مقاماتو د رای اچونې د بهیر په ترڅ کې د رای اچونې ټول مرکزونه دواپاشي کړل او رای ورکوونکو د ماسکونو، دستکشو او په لاسونو باندې د عفونیت ضد موادو د وهلو سربیره یو له بل څخه یو متر ټولنیزه فاصله هم ساتله.

د جنوبي کوریا د دریو عمده تلویزیوني شبکو د لومړنیو اټکلونو له مخې د جنوبي کوریا د جمهور رئیس مون جای ان، واکمن ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلي دي.

ویل شوي چې د ښاغلي مون ګوند به د هغه هیواد د پارلمان له ۳۰۰ څوکیو څخه ۱۷۷ څوکۍ وګټي. ددې هیواد عمده محافظه کار ګوند ښایي ۱۳۱ څوکۍ ترلاسه کړي.

جنوبي کوریا د چین وروسته له لومړنیو هیوادونو څخه و چې د کروناویروس په کې خپور شو، خو ددغه هیواد مقامات وتوانیدل چې په چټکۍ سره ددغه ویروس د لا زیات خپریدو مخه ونیسي.

په جنوبي کوریا کې ۱۰۵۹۱ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۷۶۱۶ تنه یې بیرته روغ شوي او ۲۲۵ تنه مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکېنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن چهارشنبې تر سهار اپریل ۱۵ (وري ۲۷) پورې ۱۲۷۵۹۰ کسان مړه کړي او څه کم دوه میلیون پرې اخته شوي دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG