د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا نوی ریکارډ: امریکايي ستور مزلي ۳۵۵ ورځې فضا کې تېرې کړې


امریکایي ستور مزلي مارک وندي هي ۳۵۵ ورځې فضا کې تېرې کړې
امریکایي ستور مزلي مارک وندي هي ۳۵۵ ورځې فضا کې تېرې کړې

امریکايي ستور مزلي مارک وندي هي په فضا کې له ۳۵۵ ورځو تېرولو ورسته نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري۱۰) له دوو روسي فضانوردانو سره یو ځای ځمکې ته راښکته شو.

نوموړي په دې کار سره یو نوی ریکارډ جوړ او په فضا کې د وخت تېرولو له پلوه یې ځینې مخکني ریکاډونه مات کړل.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د مسکو او واشنګټن اړیکې خرابې شوي، خو امریکايي ستور مزلي وندي هي له دوو روسي ستور مزلو شکپلیروف او پیوتر دوبروف سره یو ځای د «سیوز» په روسۍ بېړۍ کې له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته راښکته شو.

په اوکراین باندې د روسیې تر یرغل مخکي دغه امریکايي ستور مزلي ویلي وو چې له خپلو روسي همکارانو سره به په اوکراین د روسیې د برید په اړه خبرې نکوي او دوی په خپلو کې سره ښه دي.

امریکایي فضانورد تېرکال د اپریل په نهمه او روسي ستور مزلی شکپلیروف د اکتوبر په میاشت کې فضايي مرکز ته ولاړ.

د نړیوال فضايي مرکز څخه تر وتلو مخکې ښاغلي شکپلیروف فضانوردان «خپل وروڼه او خویندې» یاد کړل، په غېږه کې یې ونیول او ویې ویل: «د ځمکې خلک ستونزې لري... موږ خادمان یو. فضايي مرکز د دوستۍ او همکارۍ او... د فضايي اکتشافاتو آینده ده.»

تر دې مخکې یو بل ستوری مزلي اسکات کیلي په فضا کې ۳۴۰ ورځې تېرې کړې وې. ښاغلي کیلي د وندي هي د نوي ریکارډ په اړه وویل: «د ریکارډ ماتول د پرمختګ په مانا ده.»

دوبروف هم د پنځو روسي ستور مزلو په ډله کې شامل شو چې په فضا کې ډېر وخت تېروي.

دا مهال په فضا کې د ډېر وخت تېرولو ریکارډ د یو روسي فضانورد دی چې په ۱۹۹۰ کال کې یې ۴۳۷ ورځې او ۱۷ ساعتونه یې په نړیوال فضايي مرکز کې تېر کړي وو.

XS
SM
MD
LG