د لاس رسي وړ اتصالات

اسپانیا د فوټبال د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاستریکا ته ستره ماته ورکړه 


د اسپانیا لوبغاړو اووه د صفر په مقابل کې کوستریکا لوبډلې ته ماته ورکړه
د اسپانیا لوبغاړو اووه د صفر په مقابل کې کوستریکا لوبډلې ته ماته ورکړه

د اسپانیا او بلجیم د فوټبال ملي لوبډلو په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په ډله ایز پړاو کې وکړای شول چې خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

اسپانیا وکړای شول چې کاستریکا ته اوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړي او د یاد هیواد د فوټبال په تاریخ کې د ډیرو ګولونو لوی رقم ثبت کړي.

اسپانیا چې په ۲۰۱۰ کال کې هم د فوټبال نړیوال جام او هم د اروپا د اتلانو لیګ ګټلی وو، پر دې لوبه سخت حاکم وو او سیالۍ لوبډلې ته یې ډیر چانس نه ورکاوه.

د یادې لوبډلې ګولونه د لوبې په ۱۱،۲۱،۳۱،۵۴،۷۵،۹۰،۹۳ دقیقو کې ووهل شول. داني اولمو، مارکو اسنسیو، فرران تووریس (دوه ګولونه) ګافي،کارلوس سولرو او الوارو موراتا ووهل.

له ګولونو څخه د اسپانیا ډک بري، حذفي پړاو ته د جرمنانو د تګ کار ستونزمن کړی دی په خاص ډول کله چې یې د جاپان په وړاندې ماته وخوړله.

بلجیم – کانادا

د بلجیم او کاناډا لوبډلو ترمنځ په لوبه کې که څه هم ډیر ګولونه ونه وهل شول خو دواړو ټیمونو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د بلجیم لوبدلي ۲۳ نمبر لوبغاړي میچي بتشوایي د لوبې په ۴۴ دقیقه کې د خپلې لوبدلې یوازینی ګوهل وواهه.

کاناډا د لومړی ځل لپاره د ۳۶ کلونو وروسته یو ځوان او ژمن ټیم د قطر نړیوال جام ته استولی دی.

د بلجیم ټیم د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې ځان تر نیمه وروسته پړاو پورې رسولی وو خو د کاناډا لوبغاړو د ۱۹۸۶ کال په نړیوال جام کې آن یو ګول هم نه وو وهلی.

په کاناډا کې د فوټبال مبصرین هیله من دی چې د هغه هیواد د فوټبال اوسنی نسل په قطر کې د هغوی پخوانۍ هیلې او خوبونه بشپړ کړي.

ټاکل شوېده له G ګروپ څخه د پنجشنبې په ورځ سویس د کامرون په وړاندې او برازیل د صربستان په وړاندې لوبه وکړي او په H ګروپ کې یوروګوای د جنوبي کوریا او پرتګال د ګانا په وړاندې مخ شي. د جمعې په ورځ د فوټبال د نړیوال جام د ډله ایز پړاو دویم دور پیلیږي.

XS
SM
MD
LG