د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیا کې د کوکاینو د قاچاقو لویه شبکه نیول شوې 


پولیسو وايي نیول شبکې ډېره خطرناکه وه
پولیسو وايي نیول شبکې ډېره خطرناکه وه

د هسپانیا په مرکز مادرید کې پولیس وایي د کوکاینو د قاچاقو یوه ۱۲ کسیزه شبکه یې نیولې ده.

پولیسو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (۲۴) وویل چې له دغو کسانو څخه یې د ۲۹۸۸۰۰ ډالرو په ارزښت یو قیمتي فېراري موټر، د وسلو یوه ذخیره او یوه جاپانۍ توره هم ترلاسه کړي دي.

د هسپانیا ملي پولیس وایي دا یوه خطرناکه شبکه وه او د دغو کسانو د نیولو په عملیاتو کې ۶۰۰ کیلو ګرام کوکاین او نورې وژونکې آلې هم ترلاسه شوي دي.

همدغه راز پولیسو د دغې شبکې د نیولو په عملیاتو کې څه باندې ۸۳۶زره ډالر او د فېراري په ګډون ۲۰ قیمتي موټرونه هم نیولي دي.

پولیس وايي چې د نشه يي توکو د مسایلو یو مدافع وکیل به د دغې شبکې حقوقي موضوعات مخې ته وړل او د سازمان غړو به په اپارتمانونو کې د کوکاینو د ساتلو لپاره شفرونه او کوډونه استعمالول.

د دغې شبکې غړي به په قیمتي کورونو کې اوسېدل خو د کاروبار کوم څرک یې نه لګېده.

پولیسو په یوې اعلامیې کې د تحقیق کوونکو له خولې لیکلي دي چې دا د هسپانیا په مرکز کې د کوکاینو تر ټولو ستره شبکه وه.

په یوې ویدیو کې ښودل کیږي چې پولیس افسران د پېسو کڅوړې انتقالوي.

د دغې شکبې مشر د مراکش و او په کولمبیا، مراکش، هسپانیا او شمالي اروپا کې به یې د نشه يي توکو د نورو قاچاق کوونکو ډلو سره اړیکې تېنګولې.

د هسپانیا پولیسو په دغو عملیاتو کې د کولمبیا سره هم همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG