د لاس رسي وړ اتصالات

یو کال کې د نشه يي توکو اړوند په زرګونو قضیې څیړل شوي


د افغانستان لوی څارنوالي وايي، چې له تیر یوه کال راهیسې یې د مخدره موادو شاوخوا ۶۰۰۰ قضیې یې څیړلې دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل چې له تیر یو کال راهیسې ۵۸۷۶ د مخدره موادو قضیو ته رسیده ګي کړې ده.

ښاغلی رسولي وايي "د مخدره موادو جرمونه، سازمان شوي جرمونه دي، معمولآ په شبکه يي ډوله ترسره کیږي، کومې قضیې چې لوی څارنوالۍ تعیب کړې، کله ناکله حکومتي یا د امنیتي ځواکونه پکې شامل دي. څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت یو افسر په بدخشان کې د مخده موادو په جرم تر تحقیق لاندې ونیول شو، دا ډول د محابسو د یوې څانګې مامور محاکمه شو."

څو ورځې مخکې پولیسو د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد له قاچاقبرانو سره د همکارۍ په تور ونیو.

لوی څارنوالي وايي، چې میان احمد یې په ۱۷ کاله او درې میاشتو زندان محکوم شوی دی.

لوی څارنوالي وايي، چې له میان احمد څخه یې ۲۱ بانکي حسابونه، څو کورونه او یو بنسټ ترې ثبت شوي دي.

یو کال کې د نشه يي توکو اړوند په زرګونو قضیې څیړل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له فساد سره مبارزه د حکومت لپاره په لومړیتوب کې ځای لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي "د فساد پر وړاندې مبارزه زموږ د مهمو لومړیتوبونو څخه دی، موږ ډیر جدي یو، او په دې برخه کې چې هر اقدام زموږ د مختلفو ادارو لخوا کیږي د هغه هرکلی او ملاتړ کوو، او زموږ غوښتنه له ټولو عدلي او قضايي نهادونونو نه دا چې دا قضیې په دقت وڅیړل شي او هغه کسان چې په فساد اخته دي او لاس پکې لري باید خپله جزا وویني."

په کابل ښار کې په نشه يي توکو یو شمیر روږدي وايي چې ځیني پولیس د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره مرسته کوي.

په نشه يي توکو یو روږدی وايي "دوه کاله مخکې موږ ته راپور راغی چې د مخدره موادو په کاروبار کې له پورته کسان لاس لري."

د شوي اټکل له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو په کرکیله کې کموالی راغلی خو په تولید کې یې زیاتوالی لیدل شوی دی. د ځینو کارپوهانو په باور اداري فساد هغه لویه ستونزه ده چې له نشه یي توکو سره مبارزه هم له مؤثریت غورځیدلې ده.

XS
SM
MD
LG