د لاس رسي وړ اتصالات

په استرالیا کې د افغانستان د کرکټ ټیم تود هرکلی


په استرالیا کې میشت افغانان د ایډیلیډ په ښار کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو د لیدلو لپاره راټول شوي او د افغان ملي لوبډلې په ویاړ یې چې په نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره گډون کوي، میلمستیاوې او غونډې جوړې کړې دي.

د استرالیا په ایډلیډ ښار کې یو میشت افغان ډاکټر بصیر شیرزاد وايي چې دا ستر ویاړ دی چې استرالیا کې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ ترسره کیږي او د افغانستان ملي بیرغ هم د نورو ملکونو د بیرغونو په څنگ کې رپیږي.

ښاغلی شیرزاد او د هغه ملگری ښاغلی حلیمي د هغو افغانانو د جملې نه دی چې دا وخت د ایډیلیډ په ښار کې د کرکټ د ملي ټیم د هرکلي نه واخله د لوبغاړو دپاره د میلمستیاو او د افغان ملي لوبډلې په ویاړ د غونډو په جوړولو کې لویه ونډه لري.

په کینبرا کې میشت افغان فضل الرحمن کټوازي دوه لوڼې ثنا اواقرا د کرکټ د نړیوال جام لیدو ته ورعلي او پخپلو وطني کالیو کې ېې ورسره عکس اخیستی
په کینبرا کې میشت افغان فضل الرحمن کټوازي دوه لوڼې ثنا اواقرا د کرکټ د نړیوال جام لیدو ته ورعلي او پخپلو وطني کالیو کې ېې ورسره عکس اخیستی

ښاغلی شیرزاد وايي چې په ایډلیډ ښار کې له پنځو نه تر اوه زرو پورې افغانان اوسیږي چې په کې پښتانه، تاجک، هزاره او د افغانستان نور اقوام شامل دي. دوي د کرکټ د لوبې سره مینه لري، او د افغان ملي ټیم د هرکلي او لیدو دپاره ېې شپې شمارلې دي.

ښاغلی حلیمي چې د کرکټ په شوق سهار ماښام د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو هوټل او د تمرین میدان ته ځان رسوي، وايي چې زموږ دپاره دا خوښي د بیانولو نه ده چې نن موږ هم یو داسې افغانستان لرو، داسې یو امکان لرو چې ملي ټیم مو د کرکټ د نړۍ د ټولو نه ستر میدان کې سیالیو ته راغلی او موږ ېې پخپلو سترگو وینو.

د دوي په وینا چې اسټرالیا په کومو کومو ښارونو لکه ایډلیډ،میلبورن،سډني ،پرت، میلبورن، او پایتخت کینبرا کې څومره لوبې لري، هلته میشت افغانان ورته ځانونه چمتوي کوي او غواړي چې د نورو ملکونو د تماشچیانو سره یو ځای د خپل ملي بیرغ سره د خپل ملي ټیم ملاتړ ته میدان کې حاضر و اوسي.

د کرکټ ملي ټیم د خپلو مینه والو اووطنوالو په لیدو خوښي ښيي او هڅه به کوي چې د دوي په هیلو پوره وخیژي.
د کرکټ ملي ټیم د خپلو مینه والو اووطنوالو په لیدو خوښي ښيي او هڅه به کوي چې د دوي په هیلو پوره وخیژي.

په کینبرا کې میشت افغان فضل الرحمن کټوازي خپلې دوه لوڼې ثنا او اقرا د کرکټ د نړیوال جام لیدو ته ور وستلي او پخپلو وطني کالیو کې ېې ورسره عکس اخیستی.

ښاغلی کټوازی وايي چې د ده کورنۍ شپې ورځې شماري چې کله به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کینبرا ته رسي او دوي ېې په میدان کې لوبه ویني. هغه وايي چې دلته را لوی شوي افغانان ماشومان ټول د خپل ملي ټیم د لوبغاړو د نومونو او تصویرونو سره اشنا دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مدیر بشیر ستانکزی چې د ملي ټیم سره مل دي امریکاغږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي دي چې دوي چې کله استرالیا کې د خپلو وطنوالو مینه او عقیدت ولید نو حوصلې ېې نورې هم لوړې شوې. هغه وايي چې د کرکټ ملي ټیم د خپلو مینه والو او وطنوالو په لیدو خوښي ښي او هڅه به وکړي ښه لوبې ننداره کوونکو ته ډالۍ کړي.

د هرکلي د غونډو دپاره خلک د رسنیو دلاسه خپروي او ورته وايي چې که غواړئ چې د خپل ملي اتلان ووینئ ،عکسونه ورسره واخلئ ،نو ځانونه د غونډې ځای ته را ورسوی.
د هرکلي د غونډو دپاره خلک د رسنیو دلاسه خپروي او ورته وايي چې که غواړئ چې د خپل ملي اتلان ووینئ ،عکسونه ورسره واخلئ ،نو ځانونه د غونډې ځای ته را ورسوی.

د ایډلیډ نه نه علاوه د استرالیا په مختلفو ښارونو کې د کرکټ د ملي ټیم دپاره د همد اوس نه د هرکلي غونډې تیار شویدي او انتظام کوونکي خلک د رسنیو له لارې خبروي او ورته وايي چې که غواړئ چې خپل ملي اتلان ووینئ، عکسونه ورسره واخلئ، نو ځانونه د غونډې ځای ته را ورسوی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به استرالیا کې دوه تمریني او درې رسمي لوبو سره سره په نیوزیلینډ کې د ډونیډن او نیپیر په ښارونو کې درې نورې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. نیوزیلینډ کې هم میشت افغان د خپل ټیم راتگ ته سترگې په لار دي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG