د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پینګ پانګ ملي لوبې پیل شوې


په کابل کې د پینګ پانګ لوبو د ملي ټیم څوارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د پینګ پانګ لوبو فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې ۱۰۰ نجونو او هلکانو له هرات، بلخ، جوزجان، بغلان، هلمند، غزني، سرپل او کابل ولایتونو څخه ګډون کړی دی.

د پینګ پانګ لوبو فدراسیون وايي چې ددغو لوبو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

ټاکل شوې چې دا لوبې به تر څلورو ورځو په کابل کې دوام وکړي.

د پینګ پانګ لوبو د پیل مراسم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د یادولو وړ ده چې د پینګ پانګ ورزش په اویایمه لسیزه کې په ځانګړې توګه د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د جمهوریت په دوره کې په افغانستان کې ښه دود شوی وو، چې ددغه ورزش افغان ملي ټیم په هغه وخت کې لومړني سفرونه چین ته وکړل.

په اویایمه لسیزه کې د پینګ پانګ په مخکښو لوبغاړو کې کریم الله امیري، سلیم حکمتي، توفیق عظیمي، نادر عمر او نور شامل وو.

XS
SM
MD
LG